کندهار (پژواک ٣١ ورى ٩٥): د کندهار والي وايي، د دې ولايت په درېيو ولسواليو کې د پوهنې هېڅ خدمات نشته او په نهو ولسواليو کې بيا د دولسمو ټولګيو هېڅ فارغين نشته.
ډاکټر همايون عزيزي دغه څرګندونې نن د وري په ٣١مه د مشرانو جرګې د ديني، فرهنګي او لوړو زده کړو د کمېسيون له رييسې ليلما احمدي او غړو سره په ليدنه کې وکړې.
ليلما احمدي د يوه پلاوي په مشرۍ کندهار ولايت ته سفر کړى او په پلان کې لري چې د دغه ولايت ديني، فرهنګي او د زده کړو بهير وارزوي او د اړوندو ادارو چارې له نږدې وګوري.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وويل، د تېرو کلونو جګړو په هراړخيزه توګه دغه ولايت اغېزمن کړى، خو په دې وروستيو کې چې بيا امنيت ښه شوى، د متوازنې پرمختيا لپاره کافي امکانات په لاس کې نه لري.
هغه د کندهار د پوهنې د بهير په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل، د دې ولايت د ١٧ ولسواليو له جملې په درېيو ولسواليو (ښوراوک، رېګستان او غورک) کې هېڅ د پوهنې خدمات نشته او په نهو ولسواليو (ژيړۍ، پنجوايي، شاوليکوټ، خاکرېز، نېش، ميانشين، تخته پُل، ارغستان او معروف) کې د دولسمو ټولګيو هېڅ فارغين نشته.
د ده په خبره، په يادو شوو نهو ولسواليو کې ډېرى ښوونځي يا خو ابتدايه دي او يا هم په کې د زده کړې سيمه ييز ټولګي جوړ شوي دي.
نوموړي د کميت او کيفيت دواړو له مخې د کندهار د پوهنې بهير په بد حالت کې وګاڼه او ويې ويل، د ټول ولايت په کچه د زده کوونکو شمېره ٢٧٠زره ده، چې ډېره کمه ده او دغه راز د ٤٣٠ ښوونځيو له ډلې يواځې ١٩٠ يې ودانۍ لري او نور ښوونځي يې يا خو ودانۍ نه لري او يا يې هم ودانۍ په ډېر خراب حالت کې دي.
هغه دا هم وويل چې ٧٥ سلنه زده کوونکي څوکۍ او مېزونه نه لري او دغه راز د درسي لوازمو او کتابونو له کمښت سره هم مخامخ دي.
عزيزي په دې لړ کې د ښځينه زده کوونکو او فارغينو شمېر هم ډېر محدود وباله او ويې ويل، د ناامنيو او نورو ټولنيزو ستونزو له امله ډېرې نجونې خپلې زده کړې په شپږم يا اووم ټولګي کې بس کوي او د کورنيو له خوا نورو زده کړو ته نه پرېښودل کېږي.
نوموړي د بندو ښوونځيو په اړه وويل، په يو شمېر ولسواليو کې ډېر ښوونځي له دې امله بند پاتې دي چې د پوهنې وزارت ورته تشکيل نه دى ورکړى.
ده دا هم وويل چې په تېر مالي کال کې د کندهار د ٢٦ ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو په پلان کې و، خو دا هر څه يواځې د کاغذ پر مخ پاتې شول او عملي کار پيل نه شو.
والي د يادو شوو ستونزو له امله په سږني کانکور کې د ګډون کوونکو شمېر هم کم وباله او ويې ويل، د دې ولايت ٢٠٣٨ تنو د کانکور په ازموينه کې برخه اخيستې وه.
login or register a new account.