Language

عمرخېل: د کندوز- تخار لويه لاره به نن د ترافيکو پر مخ پرانېستل شي

کندوز ښار(پژواک،٣١ ورى ٩٥): د کندوز والي وايي چې ښار ته نږدې ساحې يې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې کړې او د نن ورځې تر پايه به د کندوز- تخار لويه لاره هم د ترافيکو پر مخ پرانېستل شي.

 د کندوز والي اسدالله اعمرخېل، پژواک خبري اژانسته وويل چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې تېره شپه د کندوز ښار اړوند د چرخ اب او ناصرو سيمې له وسله والو مخالفينو پاکې شوې چې لسګونه طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو په دې دوو ساحو کې خپلې لومړۍ کرښې او خطرناکې دايمې اډې جوړې کړې وې چې له همدې ځايه يې خپل بريدونه تنظيمول.

يادې شوې دواړه ساحې د کندوز ولايت مقام په دوه کيلومترۍ کې موقعيت لري.

د کندوز والي په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو بريدونه ناکام وبلل او ويې ويل:(( خلک له خپل ځايي حکومت سره همکار دي، په همدې سبب د کندوز د بيا نيولو لپاره د وسله والو مخالفينو هڅې له ناکامۍ او ماتې سره مخ شوې.))

نوموړي زياته کړه چې ډېر ژر به په کندوز ولايت کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره پراخ عمليات پيل شي او د کندوز- تخار لويه لاره به د نن ورځې تر پايه د وسله والو مخالفينو له شتون  څخه پاکه او خلاصه شي.

عمرخېل په کندوز ښار کې د امنيت خوندي کولو ډاډ ورکړ او له بې ځايه شوو يې غوښتنه وکړه چې بېرته دې خپلو کورونو ته ستانه شي.

 هغه زياته کړه:((طالبان مات شوي، له امنيتي ځواکونو سره  د مخامخ کېدو وړتيا نه لري، بيا به هېڅکله هم دا سيمې ونه نيسي.))

د ويلو ده چې د وروستيو نښتو په ترڅ کې د کندوز ښار او شاوخوا ولسواليو نه درې زره کورنۍ بې ځايه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندوز ولايتي شورا پرون د کندوز د وضعيت په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ ويلي و چې اوسمهال د کندوز څلور دروازې د ترافيکو پر مخ تړلې دي او امنيتي ځواکونه نه دي توانېدلي چې وسله وال  مخالفين له دې دروازو په شا وتمبوي.

login or register a new account.

Related Topics