کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٥): د بې پولې خبريالانو سازمان ٢٠١٦ کال په نړۍ کې د رسنيو د ځانګړتياوو د درجه بندي په برخه کې ويلي، افغانستان خپل ځاى د تېر کال په پرتله له يوڅه پرمختګ سره ساتلى دى.
د دې راپور يوه نسخه چې نن پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، د اطلاعاتو رسولو په برخه کې د افغانستان پرمختګ ته هرکلى ويل شوى؛ خو د ګواښ او تاوتريخوالي لوړې کچې په اړه په کې اندېښنه څرګنده شوې ده.
دې راپور کې افغانستان د نړۍ ١٨٠ هېوادونو په منځ کې ١٢٠ مقام خپل کړى، چې ٢٠١٥ کال په پرتله دوه درجې لوړ شوى او همداراز د پنځو ګانډويو هېوادونو په تناسب يې خپل غوره مقام ساتلى دى.
بې پولې خبريالانو زياته کړې، چې له شته ستونزو سره سره افغانستان کې د دې وضعيت غوره والى د خپلواکو او هڅاندو رسنيو شتون او د ډله ييزو رسنيو قانون کې د ځينو اصلاحاتو راوستل دي.
د بيان ازادي ياد مدافع سازمان څرګنده کړې چې افغانستان کې د تېرکال ولسمشريزو ټاکنو، کړکېچونو او تاوتريخوالو کې رسنۍ ثابت قدمه پاتې شوې، د طالبانو او داعش ډلې له ګواښونو سره بيا هم پر خپل ځاى ولاړې دي.
په دې راپور کې راغلي چې تېر کال افغانستان کې د داعش او طالبانو فعاليتونه زيات شوى وو چې خبريالان او رسنۍ له هغې ډلې پروان کې د دنياي نوين په نوم راډيو او جلال آباد ښار کې پژواک خبري اژانس، امريکا غږ او کليد راډيو تر بريد لاندې راغلي دي.
د دې ترڅنګ بې پولې خبريالانو څرګنده کړې چې په ځينو سيمو کې د جګړو د شدت له امله لکه، ننګرهار او بغلان ولايتونو کې خبريالان او رسنۍ اړې شوې دي، چې فعاليتونه کم کړي او يا يې به بشپړه توګه يې ودروي.
د بيان ازادي مدافع ياد سازمان په ډاګه کړې ده، افغانستان ورځ تر بلې کورنۍ جګړۍ ته ورښکېل کېږي، خبريالان له ګواښونو او بريدونو سره مخامخ دي، د ملي يووالي حکومت د معلوماتو رسولو څخه د ملاتړ په برخه کې ځينې ګامونه اخيستي دي.
د رسنيزو سرغړونو څېړل اوشکايتونو ته د لاسرسي پخواني کمېسيون انحلال، د افغانستان ولسمشر له لوري معلوماتو ته د لاسرسي قانون لاسليک ((د بيان ازادي پياوړتيا او معلوماتو ته د لاسرسي خونديتوب په اړه د ډله ييزو رسنيو اړوند قانون ښه تطبيق )) او له مجازاتو څخه د معافيت په وړاندې مبارزه هغه موارد دي چې د بې پولې خبريالانو سازمان افغانستان کې د معلوماتو رسولو په برخه کې وروستۍ لاسته راوړنې په ګوته کړې دي.
بې پولې خبريالانو په دې راپور کې په ټوليز ډول نړۍ کې د رسنيو فعاليتونو ازادۍ کې د پام وړ کموالي په اړه اندېښنه وښوده.
په دې راپور کې د رسنيو خپلواکي، رسنيز چاپېريال او سانسور، قانوني چوکاټ، روڼتيا، د اړتيا وړ بنسټونو رامنځ ته کول او د خبريالانو او ر سنيو فعاليتونو په وړ اندې خنډونو ته هم اشاره شوې ده.
د دې سازمان خپاره شوي معلومات ښيي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه په دې برخه کې خورا بد وضعيت لري، په روان کال کې ترکمنستان ١٧٨ درجه، چين ١٧٦ درجه، ١٦٩ درجه،ازبکستان ١٦٦ درجه، تاجکستان ١٥٠ درجه او پاکستان ١٤٧ درجه کې ځاى لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP