ګردېز ښار (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٥): د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې نا پېژاندو وسله والو د سولې شورا د کمېټې غړى له خپل ساتونکي او زوى سره وژلی دی.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځډراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل چې نا پېژاندو وسله والو نن (د غويي لومړۍ نېټه) شاوخوا لس بجې د سولې شورا غړى محمد اسحاق له خپل زوى او ساتونکي سره وژلی دی.
هغه زياته کړه: ((محمد اسحاق له خپل زوى او ساتونکي سره د کابل لين په سيمه کې د تېلو په خپل ټانک کې ناست و چې نا معلومو کسانو پرې ډزې کړې او درې واړه يې وژلي دي.))
ده وويل چې د يادو کسانو د وژنې په تور څوک نه دي نيول شوي خو په سيمه کې پلټنې روانې دي.
د پېښې عيني شاهد محمدعمر پژواک ته وويل: ((په کرولا موټر کې څو کسان ناست وو چې پوځې جامي يې هم په تن وې، اول يې د محمداسحاق ساتونکي وويشت بيا يې ورته زوى وويشت او وروسته په ده پسې کوټې ته ننوتل او دی یې هم وويشت.))
محمد اسحاق په پکتيا ولايت کې د سولې عالي شورا غړى، قومي مشر او په دغه ولايت کې د شيعه ګانو د شورا رييس و.
د يادونې ده، نوموړي په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ډاکتر عبدالله عبدالله د کمپاين غړى و.
login or register a new account.