مهترلام (پژواک، ٢ غويى ٩٥): په لغمان ولايت کې خلکو د یوې لويې غونډې په ترڅ کې له ملي امنيتي ځواکونو پراخ ملاتړ څرګند کړ.
دغه غونډه چې د ولايت په مرکز مهترلام ښار کې جوړه شوې وه، په کې د ملي اردو، د پوليسو د ځانګړې قطعې، ملي پوليسو، سيمه ييزو پوليسو، د عامه نظم پوليسو او د ملي امنيت د چټک غبرګون د قطعې سرتېرو برخه اخيستې وه او يو شمېر هغه سرتېري چې د دښمن په مقابل کې يې له ځانه وړتيا ښوودلې وه، د ولايتي ادارې له لوري وستايل شول.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي په دغه ولايت کې د ملي امنيتي ځواکونو قربانيو او سرښندنو ته په اشارې سره وويل چې دوى د خپلو سرونو په بدل د لغمان ولسونو ته د هوسا او ارام ژوند زمينه برابره کړې ده.
هغه زياته کړه چې ولس اوس تر بل هر وخت ډېر بېدار او د دوى تر شا ولاړ دی، د امنيتي ځواکونو اتلولي هم همدا ده چې د دښمن د ځپلو تر څنګ، ولس نور هم خپل او په زړونو کې يې ځای جوړ کړى دى.
د امنيتي ځواکونو مشرانو په خپلو خبرونو کې د ولایتي ادارې او ولسونو له دغه ستر ملاتړ او قدردانۍ څخه د مننې تر څنګ وويل چې دوی به د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت او د ولسونو د هوساينې لپاره له هېڅ دول سرښندنې څخه دريغ ونه کړي.
د غونډې په پای کې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي له خوا په زړورو سرتېرو ستاينليکونه ووېشل شول او د قومي مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو او ورزشکارانو له خوا دوى د ګلونو ګېډۍ ورکړل شوې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP