ګردېز (پژواک، ٢ غويى ٩٥): په پکتيا کې د ديني علماوو، د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ په جوړه شوې پراخه غونډه کې د افغاني دارالافتا د جوړېدو غوښتنه وکړه .
په غونډه کې ديني عالم مفتي عتيق الله خالد د خلکو د يووالي د غوښتنې تر څنګ پر افغان حکومت غږ وکړ چې په هېواد کې دننه يوه افغاني دارالفتاوه جوړه کړي چې افغاني علماوو وکولای شي د نظام په ملاتړ فتواوې ورکړي.
عتيق الله خالد د جګړې د دوام يو لامل په هېواد کې دننه د دارلاافتا نشتوالی وباله چې له هېواده بهر په افغانستان باندې د کفر او مسلماني فتوا کېږي.
د پکتيا د علماوو ټولنې مشر قاري خواجه الدين حق بيان د پاکستاني مولانا سميع الحق خبرې هم چې په افغانستان کې يې روانه جګړه روا بللې وه، پر کلکو ټکو وغندلې او وې ويل چې د اسلام مبارک دين هېچا ته د مسلمان د وژلو اجازه نه ورکوي.
نوموړي زياته کړه چې روانه جګړه کوم مذهبي اړخ نه لري او ديني علماو به د افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ په مسجدونو کې خپلو بيانونو ته دوام ورکړي.
په غونډه کې قومي مشرانو او دولتي چارواکو هم برخه لرله او له علماو يې وغوښتل چې د روانې جګړې د کمولو په برخه کې ولس ته واضح خبره وکړي.
په غونډه کې د پکتيا والي نصرت ارسلا هم خبرې وکړي او له افغان امنيتي ځواکونو يې وغوښتل چې له خلکو سره له ښه چلند څخه کار واخلي تر څو د خلکو او د حکومت تر منځ واټن راکم شي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د خپلو ټاکنيزو منډو تروړ په ترڅ کې له ديني علماو سره ژمنه کړې وه چې په هېواد کې به د ديني علماو لپاره دارالاافتا جوړوي، خو تر دې دمه په دې برخه کې کوم د پام وړ پرمختګ نه ليدل کېږي.
login or register a new account.