پل علم (پژواک، ۲ غويى ۹۵): د پوهنې وزارت له لوري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره په لوګر ولايت کې ښوونکو ته د استوګنې د نومرو وېش پيل شو.
په هغو مراسمو کې چې د غويي په ٢مه په دغه ولايت کې نیول شوي وو، د پوهنې وزارت د استازو تر څنګ والي محمد حليم فدايي، په ملي شورا کې د لوګر ځينو استازو، د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو او ښوونکو برخه درلوده.
د دغه ولايت د پوهنې رييس محمداکبر ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښوونکو ښارګوټى د خوښۍ ولسوالی اړوند په ۳۵۰ جريبه دولتي ځمکه کې جوړ شوی.
هغه زياته کړه چې په دغه ښارګوټي کې ښوونځی، روغتون، د تفريح ځايونه، سواداګريزې ساحې، وړوکتون، جومات او کاناليزاسيون په نظر کې نيول شوي دي.
د نوموړي په وينا، دغه ښارګوټی ۸۰۲ د استوګنې نومرې لري چې اوس مهال به د خوښۍ ولسوالۍ ټولو ښوونکو او د پوهنې امريت کارکوونکو ته نومرې ورکول کېږي.
د پوهنې رييس وويل چې په دغه ښارګوټي کې به يوازې د خوښۍ ولسوالۍ د ښوونکو لپاره نومرې ورکړل شي چې نور پاتې استوګنيزې نومرې په راتلونکي کلونو کې چې نوي ښوونکي وګومارل شي، وربه کړل شي.
د خوښۍ ولسوالۍ د مرکزي لېسې ښوونکي رحيم الله صديقي د پوهنې رياست له لوري دوی ته د نومرو پر وېش خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې له کلونو راهيسې يې د نومرو غوښتنه کوله او دا د خوښۍ ځاى دى چې په عملي ډول دا کار پيل شو.
هغه زياته کړه: ((ښوونکو ته د ژوندانه اسانتياوې برابرول د هغوى پر روحيې اغېزه کوي او لا هڅول کېږي چې زده کوونکو ته تدريس وکړي.))
د نجونو د منځني ښوونځي ښوونکې شبنم پژواک ته وويل: ((زه ډېره خوښه يم چې نن مې د خپل خدمت په بدل کې د ژوند د اړتيا سره سم د استوګنې نومره ترلاسه کړم، غواړم چې کور جوړ او پاتې ژوند په کې تېره کړم.))
د لوګر والي محمد حليم فدايي وويل چې ولايتي اداره تل هڅه کړې چې د خپلو ښوونکو غوښتنې پوره او د ژوند کولو لومړنۍ اسانتياوې ورته برابرې کړي.
هغه زياته کړه: ((موږ به هڅه وکړو چې تاسو ته په دغه ښارګوټي کې امنيت خوندي کړو او له ښوونکو څخه مو غوښتنه دا ده چې په خپلو نومرو کورونه جوړ کړ او پر نورکسانو يې له پلورلو ډډه وکړی.))
د يادونې ده، اوس مهال د دغه ولايت په کچه نږدې څلور زره ښوونکي او اداري کارکوونکي په ۳۰۶ پوهنيزو مرکزونو کې ۱۴۰۰۰۰ زده کوونکو ته زده کړې ورکوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP