محمودراقي (پژواک،٣ غويى ٩٥): د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې وسله والو مخالفينو يو تن د جاسوسۍ په تور وژلى دى.
د تګاب ولسوالۍ د بدراب سيمې اوسېدونکى محمداجان، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د دې سيمې په مياخېلو سيمه کې وسله والو مخالفينو يو عام وګړى وژلى دى.
دغه راز د يادې سيمې يو بل اوسېدونکى فيصل وايي، د کاپيسا له نورو ولسواليو څخه ځينې کورنۍ په تګاب کې اوسېږي، چې کله کله خپلو اصلي سيمو ته تګ راتګ کوي، خو مخالفين پرې د جاسوسۍ ګومان کوي چې په همدې لړۍ کې ياد کس هم وژل شوى دى.
د تګاب د سيمه ييزو پوليسو قومندان اسداغا صافي، پژواک ته وويل، ياد کس طلاګل نومېده، چې په لومړيو کې له طالبانو سره همکار و، خو اوس يې پرې شک کړى او هغه يې وژلى دى.
په سيمه کې د وسله والو مخالفينو يو قومندان غوځنګ صافي، پژواک ته وويل چې دا کس امنيتي ادارو ته د دوى په اړه معلومات ورکول، نو ځکه د دوى د کميسيون د پرېکړې له مخې يې وژلى دى.
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري د وسله والو خوا د يو تن وژل کېدل په تګاب کې تاييدوي، خو زياتوي: ((تر اوسه زموږ هېڅ کومې دولتي او امنيتي ادارې د نوموړی کس په اړه معلومات نه دي شريک کړي، چې کواګې د حکومت کس و، خو وسله وال ډېر ځل په ناحقه ځينې خلک د جاسوس په نوم وژني.))
بايد وويل شي چې تېره اونۍ هم وسله والو په نجراب کې يو تن د جاسوسۍ په تور وژلى و.
login or register a new account.