Language

د کندوز- تخار لويه لاره د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه

کندوزښار(پژواک، ٤ غويى ٩٥): د کندوز- تخار لويه لاره له څلورو ورځو وروسته د وسله والو مخالفينو له شتونه پاکه او د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګل باغ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيتي ځواکونو د تېرې شپې د ګډو عملياتو په پايله کې چې د خان اباد په ملرغي سيمه کې ترسره شول، ١٨ وسله وال مخالفين وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

هغه زياته کړه چې د دغو عملياتو په پايله کې د کندوز- تخار لويه لار هم له څلورو ورځو وروسته له وسله والو مخالفيو پاکه او د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوې ده.

د کندوز امنيه قوماندان وويل چې د دې لويې لارې په اوږدو کې يې ټول وسله وال مخالفين او د هغوى مرکزونه له منځه وړي او امنيتي ځواکونه يې په کې ځاى پر ځاى کړي دي.

جنګل باغ زياته کړه چې د دې لويې لارې په اوږدو کې يې امنيتي او د تلاشۍ پوستې جوړ کړې، څو د دې لارې په اوږدو کې  د وسله والو مخالفينو د فعاليت مخنيوى وشي.

د کندوز- تخار د لويې لارې يو موټر چلوونکى وايي چې له څو ورځو راهيسې دا لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.

نوموړي زياته کړه چې نن سهار د کندوز- تخار لويه لار بېرته پرانيستل شوه او خلک کولى شي چې په ازاد ډول پرې تګ راتګ وکړي.

هغه له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې د دې لارې امنيت خوندي کړي، څو خلک يو ځل بيا له ستونزې سره مخ نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندوز درې دروازې لا هم د ترافيکو پر مخ تړلې دي.

login or register a new account.

Related Topics