ښرنه ، محمود راقي (پژواک، ٤ غويى ٩٥) : د پکتيکا په وازېخوا ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله يو کوچى وژل شوى دى.
د وازېخوا پخواني ولسوال او قومي مشر عبدالحي د غويي په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د ولسوالۍ د مهمان کلا په سيمه کې شوې ده.
ده زياته کړه، يو کوچى پلى روان و چې د چاودنې له امله ووژل شو.
که څه هم وسله والو طالبانو تردې دمه رسنيو ته په دې اړه څه نه دې ويلي، خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې د وازېخوا ولسوالۍ د حضرت خېلو او ترکو په کليو کې څلور تنه پوليس له دوی سره يوځای شوي دي.
د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل هم تاييد کړه، چې په وازېخوا ولسوالۍ کې يو کوچى د وسله والو طالبانو د ماين په چاودنه کې وژل شوى .
د يو بل خبر له مخې، د دولت وسله والو مخالفينو دکاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې خپل يوتن وسله وال وژلى دى.
د والي وياند قيس قادري پژواک ته وويل، چې وسله والو مخالفينو خپل يو وسله وال تېره شپه د تګاب ولسوالۍ په ميره خېلو سيمه کې وژلی دی.
د هغه په وينا، تر اوسه د هغه د وژلو انګېزه نه ده معلومه، خو طالبان خپل هغه ملګري وژني، چې غواړي د دولت د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.
دى وايي، چې وژل شوى تن ملا و او له تېرو څو کلونو راهيسې د طالبانو په ليکو کې يې فعاليت کاوه.
login or register a new account.