تالقان (پژواک، ٦ غويى ٩٥): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ لپاره د طالبانو مرستيال ولسوال ملا حسن له خپل يوه ساتونکي سره وژل شوى دى.
د تخار د امنيې قوماندانۍ اداري مدير سمونوال عبدالصبور صابر چې په ينګي کلا ولسوالۍ کې له طالبانو سره د امنيتي ځواکونو د جګړې مسووليت ور پر غاړه دی، د غويي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون له غرمې وروسته طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي وو چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.
هغه زياته کړه چې په دې نښتو کې د طالبانو مرستيال ولسوال ملا حسن چې په ابوبکر مشهور و، له خپل يوه ساتونکي ګجر عبدالله سره ووژل شو.
صابر وايي چې په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د هغه په خبره چې د يادو کسانو په وژل کېدو طالبان له سيمې پر شا شوي او دمګړۍ سيمه کراره ده.
خو د خواجه بهالدين ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نظام الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې ملا حسن په دې سيمه کې د طالبانو له مهمو قوماندانانو څخه و چې خپله يې په جګړو کې ګډون کاوه.
د نوموړي په وينا، طالبان لا هم د ينګي کلا يو شمېر سيمې په خپل واک کې لري او هڅه کوي د خپلې واکمنۍ سيمه پراخه کړي چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت او ماتې سره مخ کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې اونۍ راهيسې وسله والو طالبانو ددغه ولايت په درقد، شکمش، خواجه غار او خواجه بهاالدين ولسواليو کې خپل خوځښتونه پيل کړي دي.
د دغه ولايت امنيتي چارواکو ادعا کړې چې په دغو خوځښتونو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده; خو وسله والو طالانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.