ګردېز (پژواک، ٦ غويى ٩٥): د پکتيا په مرکز ګردېز کې سلګونه کسانو لاريون وکړ او د ولايتي ادارې چارواکي يې پر بې کفايتۍ تورن کړل.
دغه لاريون په ګردېز کې د يوه قومي مشر سيد اسحق د وژلو په غبرګون کې وشو چې دوه ورځې وړاندې د یاد ښار په زړه کې له خپل يوه زوی او يوه ساتونکي سره ووژل شو.
د لاريون کوونکو شمېر نږدې يونيم زر کسانو ته رسېده چې د وژل شوو کسانو عکسونه یې له ځان سره لېږدول او له چارواکو يې غوښتنه کوله چې عاملين يې ونيسي او مجازات کړي.
يوه لاريون کوونکي او قومي مشر صوفي حبيب پژواک ته وويل چې يوازې دا قومي مشر نه دى چې دوه ورځې وړاندې ووژل شو، بلکې له دې وړاندې هم د ښار په منځ او شاوخوا کې قومي مشران، سوداګر او نور شخصيتونه وژل شوي دي.
دی وايي، ولايتي اداره په داسې پېښو کې بې تفاوته پاتې شوې او تر اوسه پورې یې يو مجرم نه نيولی او نه يې محاکمه کړی دی.
صوفي حبيب وويل، که چېرې دولت د دې ډول کړنو مخه ونه نيسي نو د پکتيا خلک به د ځان امنيت لپاره په خپله تصميم ونيسي.
يو بل قومي مشر محمد ظاهر اورياخېل وايي، په پکتيا کې ورځ تر بلې حالات خرابېدونکي دي، هر وخت مرموزې وژنې کېږي، اختطافونه کېږې او تر اوسه پورې چارواکو په دې کې هېڅ ډول اقدام نه دی کړی.
نوموړی وايي، خلکو ته سوال پيدا کېږي چې څنګه يو څوک کولای شي د ښار په منځ کې له وسلو سره پر قومي مشر بريد وکړي او څنګه بېرته له ښاره تښتي.
د هغه په وينا، که دولت د دوی دغه غوښتنې ونه منلې او خلکو ته قانع کوونکی ځواب ور نه کړي نو دوی به ارام نه کښېني او لاريونونو ته به دوام ورکړي.
د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل وايي چې مدني حرکت او سوله ييز لاريون د هر چا حق دی او رښتيا هم چې په دې وروستيو کې يو شمېر امنيتي ستونزې رامنځته شوې دي.
نوموړی وايي: ((موږ د دغه قومي مشر د وژلو مسئله جدي نيولې او د څېړلو لپاره مو ورته يو کمېسيون هم جوړ کړی دی.))
اتل وويل، تر څېړنو وروسته که معلومه شوه چې امنيتي چارواکو په دې کې غفلت کړی نو دوی به يې پر وړاندې اقدام وکړي، عدلي اوقضايي ارګانونو ته به يې وسپاري.
login or register a new account.