Language

عطامحمد نور : د ولسمشر څرګندونې امنيتي ځواکونو ته روحيه ورکوي

مزارشريف (پژواک، ۹ غويى ۹۵): د بلخ سرپرست والي او د جمعيت ګوند اجراييوي رييس عطاء محمد نور وايي، که ولسمشر د ولسي جرګې په فوق العاده غونډه کې خپلې خبرې په رښتينې توګه عملي کړي، نو افغانستان به د نيکمرغۍ پر لور روان شي .

نوموړي چې نن د غويي په ٩مه يې په مزار شريف کې د مجاهدينو د بريا ورځې په وياړ جوړې شوې غونډې ته وينا کوله؛ سربېره پر دې چې د غويي له اتمې وروسته يې د مجاهدينو سهوې ومنلې؛ د غويي اوومه يې توره او د غويي اتمه يې پر باطل د حق د بري ورځ وګڼله.

عطامحمد نور په خپلو خبرو کې د ولسي جرګې په فوق العاده غونډه کې د دښمن په تړاو د ولسمشر وروستۍ څرګندونې په مشروط ډول هيله بښوونکې وګڼلې.

نوموړي زياته کړه، ټول په دې هڅه کې وو چې د افغانستان دښمن بايد روڼ تعريف ولري، چې ولسمشر دغه ستونزه حل کړه.

د هغه په وينا، که چېرې د ولسمشر څرګندونې تکتيکي او زماني نه وي او په رښتينې توګه عملي شي؛ نو افغانستان به له دې وروسته د نېکمرغۍ پر لور روان شي.

نور وويل، چې دغه ډول څرګندونې افغان ځواکونو ته روحيه ورکوي او د دښمن پښې په لړزه راولي.

نوموړي يو ځل بيا پر خلکو غږ وکړ چې د دښمن پر وړاندې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي او اوږه په اوږه ورسره وړاندې لاړ  شي.

د جمعيت ګوند اجراييوي رييس ، هغه خلک منافقين او د ټولنې استفراق شوي کسان وبلل، چې د مجاهدينو د بريا پر ورځې (اتم د  غويي) ملنډې وهي.

نوموړي زياته کړه، چې د غويي اتمه د افغانستان د دوه ميليونه ولس د شهادت له برکته د اسلام او د ازادۍ د ګټلو ورځ ده.

هغه وايي، دا برياليتوب ساده نه دی چې يو موټى منافقين، د پخواني کمونيزم پاشل شوي، د ټولنې منفور شوې او استفراق شوې څېرې، چې د ګوتو په شمار دي، د دې برياليتوب پر وړاندې ودرېږي او د دوه ميليونه شهيدانو وينو باندې ملنډې ووهي.))

نور زياتوي : ((پرون هم دا ملت مجاهد و او نن يې هم دويم او درېيم نسل د هر الحاد، د هر هغه چا چې زموږ ملي يووالي، ازادي او هويت ته زيان رسوي او ارزښتونو باندې تمسخر کوي، پر وړاندې ولاړ دي.))

نوموړي ځينې رسنۍ چې نومونه يې په ډاګه نه کړل؛ ګرمې وبللې چې د غويي اوومه او اتمه سره يو برابر ورځې بولي.

login or register a new account.