خوست ښار (پژواک، ٩ غويى ٩٥) : په خوست ښار کې د بهرنيو ځواکونو د يوې بې پيلوټه هوايي بريد کې درې کسان وژل شوي دي.
ددې ولايت يوې دولتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د غويي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد نن سهار شوى .
سرچينې زياته کړه، چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د خوست ښار اړونده د لکڼو سيمې د وړوکي بادشاه په سيمه کې پر يوه سراچه موټر بريد کړى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې بريد کې درې کسان وژل شوي ، چې هويت يې نه دى په ډاګه شوى او سراچه موټر له منځه تللى دى.
د قدير الله په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې نن سهار يو سراچه موټر له يادې سيمې څخه دتېرېدو په حال کې و، چې له هوا څخه پرې بريد وشو او درې کسان ووژل شول.
دى وايي چې درې واړه کسان سوځيدلي او له پېژندګلوۍ وتلي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP