Language

د بره کي برک د انکشافي شورا مرستيال ووژل شو

پل علم (پژواک، ١١ غويى ٩٥): وسله والو طالبانو د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ د انکشافي شورا مرستيال وژلى دى.

د دې ولسوالۍ ولسوال انجنير محمد رحيم امين د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو پرون  ناوخته د دې ولسوالۍ د انکشافي شورا مرستيال حاجي زلمى له بره کي راجان سيمې څخه له کوره په زور بيولی و.

هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو ياد قومي مشر د شپې وژلى او مړى يې نن سهار موندل شوى دى.

دى وايي چې نوموړى له تېرو پنځو کلونو راهيسې  د انکشافي شورا د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله او کومه شخصي شخړه يې نه لرله.

د سيمې يوه اوسېدونکي عطاء الله پژواک اژانس ته وويل چې د حاجي زلمي مړى نن سهار په يوه باغچه کې موندل شوى دى.

هغه زياته کړه چې نوموړی قومي مشر او مخور و او د خلکو د ستونزو د هواري لپاره يې جرګې کولې.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.