غزني ښار (پژواک، ۱۱ غويی ۹۵): چارواکي وايي چې په غزني ولايت کې د عملياتو په ترڅ کې د يوه قوماندان په ګډون اوو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دغه ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند محمد حنيف رضايي د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه يو شمېر وسله والو طالبانو په ده يک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.
هغه زياته کړه، دغه بريد څه کم يو ساعت دوام وکړ چې په پايله کې يې درې وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
رضايي وويل چې په دغه بريد کې د دوى ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يو بل خبر له مخې، تېره ورځ مازديګر ناوخته د دغه ولايت د ګيلان ولسوالۍ په ضابط کلا سيمه کې هم د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې چې په پايله کې يې د ملا محب الله په نوم د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان وژل شوی دى.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د نښتې په ترڅ کې يو وسله وال طالب وژل شوی دى.
مجاهد وايي چې دولتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه د ګيلان ولسوالۍ په اړه وويل چې پوليسو هلته يو سپين ږيرى وژلى چې اوس يې طالبانو سره تړاو نه درلود.
login or register a new account.