Language

ښرنه کې يوه پوليس افسر  خپله مېرمن او ځان ووژل

ښرنه (پژواک، ١٣ غويى ٩٥): د پکتيکا د مرکز ښرنې په بازار کې د پوليسو يو افسر لومړی خپله مېرمن او بيا خپل ځان پر ډزو وژلي دي.

د پېښې يوه عيني شاهد د غويي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا لس بجې د پوليسو يو ضابط له خپلې مېرمنې سره پر موټرسايکل د بازار څلورلارې ته راغلل .

هغه زياته کړه چې دغه افسر لومړى خپله مېرمن پر ډزو ووژله او بيا يې پر ځان ډزې وکړې او ځان يې هم وواژه.

د نوموړي په وينا، د يادې وژنې لا مل نه دى معلوم، خو پوليسو ياده سيمه کلابنده کړه او دواړه جسدونه يې روغتون ته ولېږدول.

د مټاخان ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ مرستيال پژواک ته وويل چې ياد ضابط ګلام خان نومېده او له تېرو لسو کلونو يې د پوليسو په ليکو کې دنده لرله.

د ياد ضابط د کورنۍ يوې سرچينې چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې يادې مېرمنې د پوليسو په ليکو کې هم دنده اجرا کړې، خو اوس يې دنده نه درلوده.

د سرچينې په وينا، دغه مېرمن يوه خپل سرې ښځه وه چې له امله يې خاوند ځان او دا دواړه د خلکو په مخ کې ووژل.

هغه زياتوي چې ګلام خان ياده مېرمن درې کاله وړاندې په نکاح کړې وه، پخوا کونډه وه  او دا يې درېيم خاوند و.

د ښرنې د لومړۍ حوزې پخواني امر سمونوال قاسم خان هم پژواک ته پېښه تاييد کړه. 

login or register a new account.