Language

بلخ کې لسګونه انځورونه او تابلوګانې نندارې ته وړاندې شوې

مزارشريف (پژواک، ۱۴ غويی ۹۵): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې لسګونه انځورونه او د خطاطۍ تابلوګانې نندارې ته  وړاندې شوې.

په دغه نندارتون چې د غويي په ۱۴مه په ميديوتيک رسنيز دفتر کې جوړ شوی و، د بلخ د لسګونو انځورګرانو  او خطاطانو د هنر ۱۵۰ بېلګې نندارې ته وړاندې شوې.

د بلخ ميديوتيک رسنيز دفتر مسوول صابر نقشبندي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد نندارتون يې په بلخ ولايت کې د انځورګرانو او خطاطانو له يو بل او له خلکو سره د لا پېژندنې په پار جوړ کړی دی.

د هغه په وينا، د ورته نندارتونو له لارې د انځورګرانو له هنر سره خلک اشنا کېږي او بازار هم موندلی شي.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي انځورګر مهدي نيازي پژواک ته وويل چې د ورته نندارو له لارې د انځورګر د هنر او د ليدونکي تر منځ فاصلې لنډېږي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ د خلکو لپاره هنر وړاندې کوو، په دې وروستيو کې د اقتصادي ستونزو له امله زموږ انځورونه او د خطاطۍ بېلګې تر ډېره له موږ سره بندي پاتې وي خو له ورته نندارتونو له لارې يې تر خلکو رسولی شوو.))

هغه له ميديوتيک څخه مننه وکړه چې د بلخ لسګونو انځورګرانو ته يې نندارې ته د خپل هنر د وړاندې کولو اسانتيا برابره کړې ده.

د مزارشريف ښار مدني فعال تقي واحدي چې نندارې ته راغلی و، پژواک ته وويل چې هنر د همغږۍ او مينې پيدا کېدو لپاره تر ټولو ښه وسيله ده.

نوموړي زياته کړه چې د هنر له لارې د افغانستان د ټولنې د بېلابېلو اړخونه پيوند په ښه توګه کېدی شي.

د بلخ ميديوتيک مسوول صابر نقشبندي وويل چې ياد نندارتون به تر درېیو ورځو پورې د خلکو پر مخ خلاص وي.

login or register a new account.

Related Topics