Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لغمان د علماوو شورا په هېواد کې روانه جګړه پردۍ وبلله

مهترلام (پژواک، ١٤ غويى ٩٥): د لغمان ولايت د علماوو شورا په هېواد  کې روانه جګړه پردۍ او ناروا وبلله  او له دولت څخه يې وغوښتل چې د سولې دروازې پرانيستې وساتي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لغمان د علماوو شورا غړو نن له والي عبدالجبار نعيمي سره وليدل.

هغه زياته کړه چې په دې ليدنه کې دحج او او قافو رييس سيد نجيب الله هاشمي، د عدليې رييس مولوي عبيدالله الکوزي، مولوي محمد باهر  او قاري روح الله فياض د نورو په استازيتوب خبرې وکړې.

دوی د هېواد روان وضعيت ته په کتلو سره  له مرکزي دولت په کلکه غوښتنه وکړه چې دسولې دروازې  پرانيستې وساتي او په دې برخه کې د ټولو ممکنو لارو چارو په استفادې وسله وال مخالفين وهڅوي ، چې د سولې لاره خپله کړي.

د علماوو سرتاسر شورا په هېواد کې روانه جګړه پردۍ او ناروا وبلله، ټولې ترهګريزې کړنې،د بې ګناه خلکو وژل، ماين ايښودل،د ټولګټو پروژو تخريبول او مخنيوی يې په سختو ټکو وغندل .

دوی له وسله والو مخالفينو په کلکه غوښتنه وکړه چې د نورو په اشاره روانې ناروا وژونکې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او د سولې له پروسې سره پر يو ځای کېدوپه هېواد جوړونه کې رغنده ونډه واخلي.

ديني علماوو، له نړيوالې ټولنې هم غوښتنه وکړه چې په رښتيني او صادقانه توګه  دافغانستان سولې په ټېنګښت کې اساسي رول ترسره کړي او د روانو جګړو په پای ته رسولو کې له افغان حکومت سره اوږه پر اوږه ودريږي.

د علماوو سرتاسري شورا د يو پرېکړه ليک په صادرولو سره له ټولو کروندګرو هم وغوښتل چې د کوکنارو ناروا کرکيله پرېږدي او پر ځاى يې حلال کښتونه وکري.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د علماوو شورا کړنې او هلې ځلې وستايلې او له دوى يې وغوښتل چې  د سولې په برخه کې خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړي.

هغه وويل، چې په هېواد کې روانه جګړه د روسته پاتې والي،بې اتفاقۍ ،تيت پرک کولو او وژلو لپاره پلان شوې ده،ددې شومې جګړې  په مخنيوي کې يې د ټولنې د فرد فرد ترڅنګ د ديني علماوو اومخورو قومي مشرانو رسالت تر نورو اړين دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.