Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګانو کې سېلابونو درانه زيانونه اړولي

ايبک (پژواک، ١٤ غويى ٩٥): د سمنګانو ولايت په مرکز او روى دواب، حضرت سلطان او خرم سارباغ ولسواليو کې سېلابونو درانه مالي زيانونه اړولي خو ځاني زيان نه لري.

د روى دواب ولسوالۍ اجرايي مدير غلام رباني پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا څلور بجې د باران او ګلۍ د ورېدو له امله د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې شاوخوا سل کورونه او د دې ولسوالۍ په روهي بازار کې يو شمېر هټۍ او روغتيايي کلينيک زيانمن شوي دي.

هغه وايي چې په دې ولسوالۍ کې سېلابونو سلګونه څاروي وژلي او د سلګونه جريبه ځمکې حاصلات يې له منځه وړي او يا يې زيانمن کړي دي.

دغه راز د حضرت سلطان ولسوال سراج الدين فطرت وويل چې له روى دواب ولسوالۍ نه راوتلى سېلاب تېره شپه شاوخوا درې بجې حضرت سلطان ته ورسېد او د دې ولسوالۍ په غزنيجک سيمه کې يې لسګونه کورونه زيانمن کړل.

ده وويل چې سېلاب د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې هم د سلګونه جريبه ځمکې حاصلات يې له منځه وړي او يا يې زيانمن کړي دي.

فطرت وايي چې په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د سېلاب له امله تر نن سهاره د کابل- مزارشريف لاره هم د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

د سمنګانو له پېښو سره د مبارزې مشر رجب علي يوسفي وايي چې د مرکز اړوند سرکنده، دره ژوندون او ځينو نورو سيمو کې هم تېره شپه د سېلابونو له امله لسګونه کورونه زيانمن شوي او د سلګونه جريبه ځکې حاصلات زيانمن شوي او يا له منځه تللي.

دغه راز د دغه ولايت د خرم سارباغ ولسوال عبادالله مجاهد وايي چې سېلابونو په دې ولسوالۍ کې هم زيانونه اړولي چې په اړه به يې کره معلومات وروسته ورکړي.

د سمنګانو چارواکي وايي چې د يادو زيانونو د کره کچې د معلومولو لپاره پلاوي ټاکل شوي دي.

شاوخوا دوې اونۍ وړاندې هم په سمنګانو کې د سېلابونو له د مالي زيانونو تر څنګ پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.