Language

د تخار په رستاق کې د یوه ښوونځي لسګونه زده کوونکې مسمومې شوې

تالقان (پژواک، ١٥ غويی ٩٥): د تخار په رستاق ولسوالۍ کې د نجونو يوه ښوونځي ١٢٠ زده کوونکې مسمومې شوې او روغتون ته لېږدول شوې دي.

د تخار د عامې روغتيا رييس ډاکتر حفيظ الله ساپي د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا ٩ بجې د رستاق ولسوالۍ د خان اقا ښوونځي لسګونه زده کوونکي مسمومې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((تر اوسه ١٢٠ مسمومې نجونې روغتون ته لېږدول شوې دي خو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.))

د ساپي په وينا، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه نجونې څه ډول مسمومې شوې دي.

دغه راز د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال نورمحمد حکيمي هم دغه پېښه تاييد کړه.

هغه وويل چې د پېښې د عاملينو د نيوني په موخه يې هلې ځلې پيل کړې دي.

د دې پېښې په اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

د يادونې ده، تېر کال په هرات او باميان ولايتونو کې څو ځلې د ښوونځيو لسګونه نجونې مسمومې شوې وې خو په روان کال کې دا لومړې ځل دى چې نجونې په تخار ولايت کې مسمومېږي.

له تېرو څو کلونو راهيسې په هېواد کې د زده کوونکو او په ځانګړې توګه د نجونو د مسمومېدو پېښې رامنځته کېږي، خو تر اوسه دولت پر دې نه دى توانېدلى چې د دغو پېښو اصلي لامل په ګوته کړي.

login or register a new account.