محمودراقي (پژواک، ١٥ غويى ٩٥): چارواکي وايي چې پوليسو په کاپيسا ولايت کې ٤٠ تنه هغه شکمن کسان نيولي چې له ننګرهار ولايت څخه کندوز ته روان وو.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا کسان پرون ماښام د کاپيسا او پروان تر منځ د اول کوهستان ولسوالۍ د ګلبهار پر پول نيول شوي دي.
هغه زياته کړه چې د نورو پلټنو لپاره يې دغه کسان د ملي امنيت رياست ته سپارلي او هغوى ترې پلټنې پيل کړې دي.
دى وايي، نيول شوو کسانو ويلي چې د ننګرهار له لعلپورې ولسوالۍ څخه کندوز ولايت ته د کاروبار او مزدورۍ لپاره روان وو.
فايق وويل، د دوى شک دى چې ګواکې دوى په کندوز ولايت کې د وسله والو مخالفينو سره د يو ځاى کېدو په موخه تلل.
د اول کوهستان ولسوالۍ ولسوال عبدالفتاح شفيق پژواک اژانس ته وويل چې ياد کسان په يوه داسې هينو موټر کې لېږدول کېدل چې په کې دوه پوړه جوړ شوي وو، شل تنه په لاندې او شل کسان پاسني کې ناست وو.
هغه وايي چې په کندوز ولايت کې امنيت ښه نه دى او هلته د کار زمينه نه ده برابره؛ ځکه نو د دې امکان کم دى چې هلته دې خلک کاروبار ته ولاړ شي.
login or register a new account.