Language

افغانستان د فلسطین او سوریې د فوټبال سیالۍ کوربه توب ته چمتووالی نیسي

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۹۵): د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د فلسطین او سوریې ترمنځ د فوټبال سیالۍ د کوربه په  توګه یې د فلسطین رسمي غوښتنه منلې او د هغه لپاره چمتووالی نیسي.

د هېواد د فوټبال فدراسیون په هغې خبرپاڼه کې چې په فیسبوک کې یې خپره کړې، ویلي چې په دې برخه کې یې د فلسطین د فوټبال فدراسیون له خوا یو رسمي لیک ترلاسه کړی دی.

په دغه لیک کې ویل شوي، ټاکل شوې د فلسطین او سوریې د فوټبال ملي لوبډلې تر خپل منځ سیالي وکړي او له افغانستانه غوښتل شوي چې د دې سیالۍ کوربه توب وکړي.

خبرپاڼې په اسیا کې د افغانستان پر څېره د دې لوبې پر مثبت اغېز په ټینګار راغلي: ((دغه غوښتنه د لوبو لپاره د کابل د کوربه توب پر شرایطو د فلسطین د فوټبال باور او هیله ښيي.))   

تر اوسه د دې لوبو نېټه نه ده په ډاګه شوې خو د افغانستان د فوټبال فدراسیون زیاته کړې چې یاد لیک یې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته سپارلی، که یاد وزارت یا په ټوله کې د افغانستان دولت هوکړه وکړي، د فوټبال فدراسیون د دې سیالیو کوربه توب لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو ته چمتو دی.

د فلسطین دغه وړاندیز په داسې حال کې کېږي چې د هېواد د فوټبال ملي ټیم د نا امنیو او د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د مخالفت له امله د اماراتو د ۲۰۱۹ ملتونو په مقدماتي جام کې د خپلو سیالیو د مستقیم کوربه توب له حقه محروم و او ایران یې د کوربه په توګه ټاکلی دی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.