کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۹۵): د امریکا سفارت ویلي چې په کابل کې مېشت بهرنیان د تښتونې له ګواښ سره مخ دي او له ټولو هغو یې غوښتي چې د ګرځېدو پر مهال بشپړ امنیتي تدابیر په پام کې ونیسي.
په یوه بېړني پیغام کې چې په کابل کې د امریکا د سفارت په ویبسایټ کې خپور شوی، راغلي چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د یوه امریکايي په ګډون د څو بهرنیانو د تښتونې یوه ناکامه هڅه ترسره شوه.
په دغه پیغام کې امریکايي وګړو ته ویل شوي چې په کابل کې د انسان تښتونې او برمته کونې ګواښ په لوړه کچه شتون لري.
د امریکا سفارت په ډاګه کړې چې د پلان شوو انسان تښتونو د څرنګوالي، موخو او نېټې په اړه ډېر جزئیات په لاس کې نه لري خو په افغانستان کې مېشت امریکايي وګړو ته یې خبرداری ورکړی څو ټول لازم امنیتي تدابیر لکه د هېواد دننه له وړاندې تعیین شوو سفرونو څخه بېرته ګرځېدنه باید په پام کې ونیسي.
دغه خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې تېره اوونۍ په جلال اباد ښار کې یوه بهرنۍ ښځه د ناپېژانده وسله والو له خوا وتښتول شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP