Language

زابل کې درې وسله وال وژل شوي

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۹۵): اتل قل اردو اعلان کړی چې په زابل ولایت کې د ملي اردو په تازه عملیاتو کې درې وسله وال مخالفین وژل شوي او ځیني نور ټپیان شوي دي.

په کندهار کې د ۲۰۱۵ اتل قول له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو ترسره شوي دي.

ویل شوي چې د دې قول اردو د دویمې لوا د توپچي واحدونو په ملاتړ دغه عملیات په شاه جوی، شینکۍ، شهر صفا او د زابل په مرکز کلات کې ترسره شوي چې په ترڅ کې یې درې وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو عملیاتو کې ۴۸ بېلابېل ماینونه او د وسلو یوه زېرمه هم ترلاسه شوي دي.

اتل قول اردو زیاته کړې، دا چې د هېواد دښمنان د بې ګناه خلکو له وژلو او ورته له زیان رسولو پرته بل کار نه کوي نو امنیتي ځواکونه یې د له منځه وړو لپاره له هېڅ راز هڅو درېغ نه کوي.

خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.