مزارشريف (پژواک، ۱۷ غويی ۹۵): د حکومت د اجرايي رياست دويم مرستيال ګواښ وکړ، که چېرې له ازبکستانه د توټاپ برېښنا مزي له باميانه تېر نه شي نو له حکومت سره به اړيکې پرې کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د غويي په ۱۷مه په مزارشريف ښار کې د اهل تشيع مذهب د ديني عالمانو د يوې ټولنې جوړېدو په تړاو غونډه کې وکړې.
د حکومت د اجرايي رياست دويم مرستيال حاجي محمد محقق وويل چې له حکومت څخه د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د متوازنې پراختيا غوښتونکي دي.
نوموړي زياته کړه چې له پخوانيو کلونو د افغانستان مرکزي سيمو يا هزارجاتو ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.
د هغه په وينا، يوازې په تېره لسيزه کې د هېواد دغو برخو کې د پراختيا له اړخه يو څه کار وشو.
محقق وويل چې اوسمهال کې برېښنا د ژوند له لومړنيو اسانتياوو څخه ګڼل کېږي او د افغانستان مرکزي سيمې حق لري چې دولت ورته دغه اسانتيا برابره کړي.
نوموړي زياته کړه چې په ۲۰۱۳ کې يو الماني شرکت د دې سروې کړې وه چې بايد له ازبکستان څخه د لېږدوونکې برېښنا ۵۰۰ کيلوواټه مزی دې د سالنګ د لارې پر ځای له شکاري درې څخه په باميانو بيا وردګ او ارغندې ته ورسېږي.
د هغه په وينا، د تېر حکومت پر مهال د يادې موضوع په خلاف دولتي پلاوی ټاکل کېږي او د سالنګ له لارې د يادې برېښنا د لېږد فيصله کوي.
محقق وويل چې له تېر کاله دوی له دې موضوع خبر شول او په دولت کې يې غږ پورته کړ چې بايد نوی تخنيکي پلاوی وټاکل شي.
نوموړي زياته کړه چې نوي ټاکل شوي پلاوي هم د سالنګ پر ځای د باميانو لاره غوره وګڼله خو اوسني حکومت يو ځل بيا تصميم نيولی، چې بېرته د سالنګ پر لاره د برېښنا مزی وغځول شي.
هغه وويل: ((که چېرې حکومت د توتاپ برېښنا مزی له باميان څخه تېر نه کړي نو له حکومت سره به خپله اړيکې پای ته ورسوم.))
نوموړي ټينګار وکړ چې حکومت د خپل ولس له غوښتنو څخه مخ اړولی که همداسې وکړي نو له اړيکې به ورسره پرې او د مدني حرکتونو له لارې به د خپل حق غوښتنه کوي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.