Language

هلمند کې د طالبانو له زندانه ۶۰ کسان راخوشي شول

لښکرګاه (پژواک، ۱۷ غویی ۹۵): د هلمند ځايي چارواکي وايي چې د طالبانو پر یوه زندان د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ۶۰ بندیان راخوشي شوي دي.

د هلمند والي حیات الله حیات د غويي په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه عملیات پرون شپه لس بجې د نوزاد ولسوالۍ په برنوزاد سیمه کې ترسره شوي دي.

هغه زیاته کړه چې له طالبانو سره د امنیتي ځواکونو په دې نښته کې، د طالبانو زندان د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغی او په کې ۶۰ بندي کسان راخوشي شول.

حیات پرته له نورو معلوماتو د یادو بندیانو په اړه وویل چې د نښتې پر مهال دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي او د هغوی ځینې وسلې او مهمات هم امنیتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.

والي څرګنده کړه، په یادو عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب په موخه پیل شوي وو، امنیتي ځواکونو ته په کې زیان نه دی رسېدلی.

طالبانو دا خبر رد کړی دی . د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، چې دولتي ځواکونو په نشه یي توکو روږدي کسان له ځانه سره وړی دي. طالبان خپل بندیان په خوندي سیمه کې ساتلي دي.

د طالبانو له دغه زندانه د یاد شمېر بندیانو راخوشي کېدل په داسې حال کې اعلانېږي چې تېره میاشت د ملي امنیت ریاست له دې ورته یوې پېښې خبر ورکړی و.

د ملي امنیت د معلوماتو پر بنسټ، د ګرشک ولسوالۍ د دشت شور سیمې د طالبانو پر یوه زندان په ځانګړو عملیاتو کې د زلمیانو او ماشومانو په ګډونه ۱۴ بندیان خوشي شول او د دغه زندان څلور ساتونکي هم ونیول شول.

login or register a new account.