کلات (پژواک، ١٨ غويى ٩٥) : د زابل ولايت د مرکز او شپږو ولسواليو د کرکټ ٢٠ لوبډلو ترمنځ پيل شوې سيالۍ د اتحاد لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې.
په زابل کې د کرکټ بورډ مسوول محبوب محبت د غويي په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ځوانانو د يووالي ترنامه لاندې دا سيالۍ يو مياشت مخکې په کلات ښار کې پيل شوې وې.
ده زياته کړه چې ددې سياليو پاى لوبې ته د سپين غر او اتحاد لوبډلو لاره موندلې وه، د پاى لوبې پچه سپين غر وګټله او لومړى يې توپوهنه وکړه.
د محب په وينا، د سپين غر لوبـډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د ١٧٥ منډو هدف وټاکه، چې د اتحاد لوبډلې دغه هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو سره ترلاسه او لوبه يې وکړه.
اخترمحمد د اتحاد لوبډلې غوره لوبغاړى اعلان شو.
هغه وايي، په پام لري کې چې په راتلونکي کې هم په ولايتي کچه دا سيالۍ ترسره کړي .
د اتحاد لوبډلې يو تن لوبغاړي نصيراحمد پژواک اژانس ته وويل چې دا ډول سيالۍ د ځوانانو د هڅونې او يووالي لپاره ډېرې اغېزمنې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP