مزارشريف (پژواک ۱۸ غويى ۹۵): د بلخ په صنعتي پارکونو کې د برېښنا د يوه سب سټېشن د فعاليدو له امله د دغه ولايت ۱۰۲ توليدي فابريکو خپلې چارې بيا پيل کړې.
د مزارشريف ښار په علي شېرنوايي صنعتي پارک کې د غويي په ۱۸مه، د يو ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د برېښنا سب سټېشن پرانيستل شو.
د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې (ايسا) مسوول قربان حقجو، چې په ياده پرانيسته کې يې برخه لرله، پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد سب سټېشن د علي شېر نوايي صنعتي پارک په دوو فېزونو کې ۱۱۶ توليدي فابريکو ته برېښنا ورکوي.
نوموړي زياته کړه، ياد سب سټېشن چې دوه فازونه لري، د يو ميليون امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.
د هغه په وينا، د علي شېر نوايي صنعتي پارک په دوو فېزونو کې ۱۱۶ توليدي فابريکې وې، چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې يواځې ۱۴ فابريکو د شخصي برېښنا له لارې خپلې چارې روانې ساتلې وې او پاتې نورې په ټپه ولاړې وې.
حقجو وويل، د برېښنا په ننني پرانيستل شوي سب سټېشن سره به په دغه صنعتي پارک کې ۱۰۲ تړل شوې فابريکې خپلې توليدي چارې بېرته پيل کړي.
خو د بلخ ولايت د سوداګريزو خونو مرستيال طاهر روشن زاده پژواک ته وويل، د ياد صنعتي پارک توليدي فابريکې لا هم له ځينو جدي ستونزو سره مخامخ دي.
نوموړي د زېربناوو، سړکونو، کاناليزاسيون او فني کارکوونکو نشتوالی د توليدي فابريکو له جدي ستونزو څخه وګڼلې.
د ده په خبره، له بهرنيو هېوادونو څخه د يادو فابريکو د يو ډول توليداتو قاچاق هم د توليدي فابريکو د ياد وړ ستونزې دي.
د ايسا مشر حقجو وويل، اداره به يې د توليدي فابريکو د شته ستونزو د حل لپاره راتلونکې پنجشنبې د وزيرانو شورا ته هغه مسوده وړاندې کړي، چې د کورنيو توليداتو له ۱۵۰ ډېرې ستونزې په کې يادې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، په ياده مسوده کې د شته ټولو ستونزو لپاره حل لارې هم په ګوته کړای شوې دي.
login or register a new account.