کلات (پژواک، ١٨ غويى ٩٥):د زابل ولايت شاه جوى ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي دي.
د شاه جوى ولسوال وزيرمحمد جوادي د غويي په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه پرون تر غرمې وروسته د يادې ولسوالۍ د تازي په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه ، په دې چاودنه کې څلور ماشومان چې د سړک په غاړه کې يې لوبې کولې وژل شوي او يو بل ټپي دى.
د ولسوال په وينا، دغه ماين د وسله والو مخالفينو له لوري د امنيتي پوستې ساتوونکو ته ځای پر ځای شوی و.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
جوادي دغه راز وويل چې تېر مازيګر د يادې ولسوالۍ د يخاب په سيمه کی يوه ښځه او سړی د نامشروع اړيکو په تور وژل شوي دي.
د هغه په وينا، پوليسو يو شمېر مشکوک کسان نيولي چې په کې د وژل شوې ښځې خاوند هم شامل دی.
ولسوال وويل ، نوموړي اقرار کړى چې مېرمن يې د ناروا اړيکو له امله وژلې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP