ښرنه_لښګرګاه(پژواک،١٨غويى٩٥): په پکتيکا او هلمند ولايتونو کې د دوو قوماندانو په ګډون د نهو وسله والو طالبانو د وژلو ادعا وشوه.
د پکتيکا ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د جاني خېلو ولسوالۍ په شيخ اباد سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دې بريد کې د عبدالشاه په نوم د وسله والو طالبانو د قوماندان په ګډون ٦ تنه وژل شوي دي.
عبدالرحيمزى وايي چې د يادې جګړې پرمهال يو شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز د شيخ اباد کلي اوسېدونکي اياز خان پژواک ته وويل: (( بېګاه دلته سخته جګړه وشوه، سهار بيا د څلورو طالبانو جسدونه هم دلته پراته وو.))
هغه وويل چې په دې وروستيو کې په سيمه کې يې د وسله والو کسانو تګ راتګ ډير شوى دى.
د پکتيکا د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېره يوه اوونۍ کې ددې ولايت په بېلابېلو برخو کې ٢٢وسله وال مخالفين وژل شوي او تر ٣٠ ډير ټپيان دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په هلمند ولايت کې د يوه قوماندان په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.
دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوي چې د هلمند ولايت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک ته را لېږل شوې ده.
سرچينه وايي چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات کړي چې له امله يې ياده مرګ ژوبله وسله والو طالبانو ته اوښتې ده.
د يادو دواړو بريدونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي خو دې ډلې په خپلې انټرنيټ پاڼه کې ليکلي چې تېره ورځ د پکتيکا په زيړوک او د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې طالبانو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
login or register a new account.