Language

پکتيا کې د شاه محمود مياخېل د خدمتونو د  درناوي په موخه غونډه جوړه شوه

ګردېز(پژواک،١٨غويى٩٥):د پکتيا ولايت د فرهنګي ټولنو لخوا د سياسي، فرهنګي او علمي شخصيت شاه محمود مياخېل د درناوي غونډه جوړه شوه.

دغه غونډه د غويي په١٧مه د پکتيا ولايت د پوهنتون په تالار کې جوړه شوې وه چې له خوست، کابل، پکتيا او ځينو نورو ولايتونو څخه لسګونو فرهنګيانو، ليکوالانو، عامو خلکو او دولتي چارواکو په کې برخه لرله.

په دې غونډه کې ليکوال او شاعر محمد داود تپان وويل ، دغه غونډه د دې  لپاره را بلل شوې چې په علمي، فرهنګي او سياسي برخو کې د شاه محمود مياخېل له خدمتونو څخه درناوى وشي.

ده وويل چې مياخېل په تېرو څو کلونو کې په يادو برخو کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړې دي.

په دې غونډه کې د لوګر والي محمد حليم فدايي وويل: (( اوس مهال موږ ته دا لازمه ده چې په فکري  رغونه باندې زيات کار وکړو، چې دغه کار  په دې  وروستيو کې  ښه پر مخ تللی دی.

نوموړي وويل چې دا ډول غونډې د خلکو پر ذهنونو باندې ښې اغېزې کوي او د کار خلک نور هم کار ته هڅوي.

ده وويل چې مياخېل په تېرو ١٤کلونو کې د نوي دولت له جوړېدو  تر دې  دمه په ډيرو ادارو کې په صادقانه  ډول کار کړی او په ځانګړې توګه په کليوالو سيمو کې يې د بيا رغونې په چاروکې ښه  ونډه اخيستې ده.

دغه راز په دې غونډه کې له خوست ولايت څخه راغلي ليکوال محمد الياس وحدت وويل: ((مياخېل صيب په تېرو څو کلونو کې په سياسي ،فرهنګي او علمي برخو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي او حتی په خپل شخصي لګښت يې په خپله سيمه کې تعليمي مرکز جوړکړی دی.))

ده وويل چې که د مياخېل په څېر هر کس تر خپلې وسې د هېواد خدمت وکړي نو ډير ژر به هېواد له روانو ناخوالو خلاصى ومومي.

په پاى کې شاه محمود مياخېل د يادې غونډې له جوړونکو او ګډنوالو مننه وکړه او ويې ويل چې دغه ډول غونډې د کار خلک نور هم کار ته هڅوي.

هغه زياته کړه: (( په دې وروستيو کې د کار خلک نمانځل کيږي چې دا يو ښه نوښت دى.))

مياخېل ژمنه وکړه چې د ټولنې په فکري رغونه او ځوانانو سره په علمي ډګر کې به تر خپله وسه همکاري کوي.

login or register a new account.