Language

کندوز کې د مخالفينو پنځه سرګروپان ووژل شول

کندوز (پژواک ١٨ غويى ٩٥): په کندوز امنيتي مسوولين وايي، د دې ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د هوايي بريد په پايله کې د وسله والو طالبانو پنځه سرګروپان وژل شوي دي.

په شمال ختيځ کې د پامير ٢٠ فرقې قومندان جنرال محى الدين غوري، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن ماسپښين په شاوخوا يوه بجه د چهاردرې په قصاب کلي کې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، ياد پنځه واړه سرګروپان په يوه موټر کې سپاره وو او بل کلي ته روان وو، چې بمبار پرې وشو او پنځه واړه په کې ووژل شول او موټر يې ويجاړ شو.

نوموړي د دې کسانو نومونه ملا مظلوم، قاري حمزه، قاري عبدالله او غلام حضرت ياد کړل، خو د پنځم تن د نوم په اړه يې څه نه ويل.

وسله والو طالبانو بيا په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics