کابل (پژواک ١٩ غويى ٩٥):ولسمشرۍ ماڼۍ د ټوټاپ د برېښنا ليکې له بدلون سره د مخالفت ترڅنګ ويلي چې د اسيا پراختيايي بانک، د افغانستان حکومت په غوښتنه د باميانو برېښنا لګښت د ورکړې په برخه کې چمتووالى ښودلى دى.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپانه کې راغلي چې د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني، د باميانو او مرکزي سيمو د برېښنا پروژې ته ژمن دى او په دې اړه ټينګه اراده لري.
ويل کېږي چې ولسمشر د روانې مياشتې په نهمه نېټه له ناستې ترسره کېدو وروسته، امر وکړ، څو باميانو او مرکزي سيمو ته ډاډمنه او د اړتيا وړ برېښنا چې دغه کار د حکومت له لومړيتوبونو څخه دى؛ له ټاکل شوې مودې سره سمه وغځول شي، چې د دغه ولايت د صنايعو لپاره د اړينې انرژۍ په ګډون اقتصاد وده هم په پام کې ونيول شي.
د خبرپاڼې په دوام کې راغلي، حکومت باميانو ته د برېښنا لېږد بوديجې په اړه د اسيا پراختيايي بانک څخه د مرستې غوښتنه کړې او دغه بانک هم چمتووالى ښودلى، چې د باميانو د برېښنا لګښت په غاړه اخلي.
بلخوا د اسيا پراختيايي بانک مرکزي او لوېديځې اسيا په چارو کې د انرژۍ برخې مشر کليوکواواکي (Cleo Kawawaki)، په يوه ليک کې د افغانستان برېښنا شرکت مشر ته په يوه ليک کې ليکلي، چې دغه بانک له پشته سرخ تر باميانو پورې د ٢٢٠ کيلو ولټه برېښنا غځولو له پروژې سره مرسته وکړي.
په دغه ليک کې چې د روان کال د وري مياشتې په ٢٨مه ليکل شوي، راغلي چې د دغې ليکې د طراحۍ او لومړنۍ چارې د روان کال تر نومبر (د ليندۍ مياشتې تر نيمايي) پورې ترسره شي او له هغه وروسته به د ٢٠١٧ زېږديز کال په دويمه ربع کې د يادې پروژې ودانيزې چارې پيل او له هغه وروسته به له سټېشن سره يو ځاى له ١٨ مياشتو تر ٢٤ مياشتو پورې ګټې اخيستو ته وسپارل شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په داسې حال کې د ټوټاپ پروژې د ترسره کولو پر پخوانۍ پرېکړې په داسې حال کې ټينګار کوي چې په دې وروستيو کې له يادې پرېکړې سره مخالفتونه دوام لري.
د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش تېره اونۍ، د سالنګ له لارې د يادې پروژې د غځولو په اړه د انرژۍ او اوبو له وزارت او برېښنا شرکت څخه غوښتي و، چې د خپلې پرېکړې په اړه بيا غور وکړي او نوموړي له مرکزي سيمو څخه يې د يادې پروژې د غځولو غوښتنه کړې وه.
د دانش په وينا، د علمي او تخنيکي دليلونو پر بنسټ د سالنګ له لارې د يادې پروژې غځول د توجيه وړ نه دي.
د ټوټاپ Turkmenistan-Uzbekistan-Tajikistan- You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP