Language

د کندوز ځوانان: بې روزګاري مو اصلي ستونزه ده

کندوز (پژواک، ١٩ غويى ٩٥): د کندوز يو شمېر ځوانان په دغه ولايت کې د بې روزګارۍ کچې له لوړېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، د کار نه شتون د دې لامل شوى چې ډېر شمېر ځوانان اروپايي هېوادونو ته کډه شي او يا هم له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شي.

په افغانستان کې د بې روزګارو ځوانانو د کچې ډېرېدل، پر يوې جدي ستونزې بدل شوى او په وروستيو کلونو کې د ځوانانو د بې روزګارۍ کچه په لوړېدو ده چې په همدې دليل بې روزګاره ځوانان د کار موندلو په موخه بهرنيو هېوادونو ته کډه کېږي.

د کندوز ولايت يوه ځوان او مدني فعال ذبيح الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په وروستيو کلونو کې د بې روزګارو ځوانانو کچه د لوړېدو په حال کې ده، خو دولت تر اوسه پورې په دې نه دى توانېدلى چې دوى ته د کار زمينه برابره کړي.

هغه زياته کړه: "د کندوز ځوانان د بې روزګارۍ په اړه اندېښمن دي چې ډېر ځوانان د کار له نشتون سر ټکوي او له دې ډلې يې ډېر شمېر کسان اروپايي هېوادونو ته د کار په موخه تللي دي او يو شمېر يې له وسلوالو مخالفينو سره يو ځاى شوي دي."

د نوموړي په وينا، يو شمېر نور بې روزګاره ځوانان په رواني او روحي ناروغيو اخته شوي او يا هم په نشه يي توکو روږدي شوي او له دولت غواړي؛ څو د يادې ستونزې د حل په موخه د بيا رغونې سترې پروژې ترسره کړي چې ځوانانو ته په کې د کار زمينه برابره شي.

غلام جان يو بل ځوان دى چې د کار له نه شتونه شکايت کوي او وايي، په داسې حال کې چې د کندوز ډېر فارغ التحصيل ځوانان بې روزګاره او بې دندې دي، خو د دغه ولايت کاري فرصتونه بيا د هغه چا په واک کې ورکړل شوي چې له نورو ولايتونو څخه راغلي دي.

دغه ځوان د کمو کاري  فرصتونو او اداري فساد په ځانګړي  ډول د ځوانانو د ګومارنې په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل: "په هره اداره کې چې بستونه اعلانېږي، مخکې له مخکې په کې کسان په دنده ګومارل کېږي، يوازې يو نمايشي ازموينه اخلي، بې پيسو او بې واسطې کسانو ته دنده نه پيدا کېږي چې دا د ځوانانو لپاره ډېره جدي ستونزه ده."

نوموړي هم له حکومت وغوښتل، څو ځوانانو ته په دولتي ادارو کې د کار لپاره ډېره کاري زمينه برابره کړي.

کندوز کې د ځوانانو مسوول بنسټونه هم مني چې د بې روزګارۍ له امله ډېر شمېر تحصيل کړي ځوانان خپلو کورنيو ته د يوې مړۍ ډوډۍ موندلو په موخه له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى کېږي.

د کندوز ولايت ځوانانو چارو معين عبدالغفور هوتک، په دغه ولايت کې د بې روګارو ځوانانو او په ټولنه کې د يادې چارې منفي اغېزو په اړه ګواښ وکړ او ويې ويل، چې په دې وروستيو کې ډېر شمېر تحصيل کړي ځوانان د بې روګارۍ له امله له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال يوازې ١٢٢٠ ځوانان چې له دولسم ټولګيو فارغ دي او يا هم د ليسانس او د فوق ليسانس (ماسټرۍ) لرونکي ځوانان دي او دغه راز څلور نور ځوانان چې په خپله برخه کې دوکتوراوې لري، د کندوز ولايت د ځوانانو په امريت کې ثبت شوي او ياد ټول کسان له بې روزګارۍ سر ټکوي.

هوتک څرګنده کړه چې دغه شمېرې له هغو ځوانانو جلا دي چې بې روزګاره دي او تر اوسه پورې يې يادې ادارې ته د کار کولو په موخه مراجعه نه ده کړې.

login or register a new account.

Related Topics