Language

طالبانو په لوګر کې له زده کوونکو د پیسو اخیستل بند کړي

پل علم (پژواک، ٢٠ غویی ۹۵): وسله والو طالبانو په لوګر ولايت کې د یو شمېر ښوونځیو چارواکو ته ګواښ کړی چې نور له زده کوونکو څخه پيسې ټولې نه کړي.

د روان ښوونیز کال په لومړيو کې په لوګر ولايت کې له زده کوونکو هره ورځ د يوې افغانۍ د ټولولو لړۍ پيل شوې ده.

د لوګر چارواکي وايي چې د دې پيسو له ټولولو څخه اساسي موخه په دغه ولايت کې د پوهنې د بهير ښه والی او پراختيا ورکول دي.

خو په دې وروستيو وسله والو طالبانو د يادو پيسو پر ټولولو بنديز لګولى دى.

د اړوندې موضوع په اړه د مرکز پل علم اړوند د جمهوریت لېسې يوه ښوونکي د نوم له ښوولو پرته پژواک ته وويل چې تېره اونۍ يې وسله وال طالبان ښوونځي ته ورغلي او ويلي يې دي چې نور له زده کوونکو څخه پيسې ټولې نه کړي.

هغه زياته کړه: ((وسله وال طالبان په داسې حال کې ښوونځي ته راغلل چې زموږ مدیر هم نه و، لومړی یې هغه یوه اونۍ غیر حاضر کړ او ګواښ یې وکړ چې له زده کوونکو څخه د ورځې د یوې افغانۍ ټولولو لړۍ بنده کړي او ټولې شوې پیسې بېرته زده کوونکو ته ورکړي.))

د هغه په وينا، طالبانو ورته ويلي که چېرې یې له امر څخه سرغړونه وکړي نو قانوني چلند به ورسره وکړي.

دغه راز د محمداغې ولسوالۍ د سرخاب لېسې د ١١ ټولکي زده کوونکي ذاکر پژواک ته وویل چې وسله والو طالبانو د دوى د لېسې له مدیر او ښوونکو څخه هم غوښتنه کړې چې له زده کوونکو څخه پيسې ټولې نه کړي.

هغه وایي: ((زموږ مکتب ته طالبان راغلل او د ټولو په مخ کې يې له مدير او استادانو وغوښتل چې نور له زده کوونکو څخه پيسې ټولې نه کړي.))

هغه وويل چې د طالبانو له غوښتنې سره سم اوس په دې ښوونځي له زده کوونکو څخه د پيسو ټولولو لړۍ بنده شوې ده.

د لوګر د مرکز هارونخېلو سيمې اوسېدونکي محمدظريف پژواک ته وويل: ((زموږ د کور درې تنه په مکتب کې دي، تېره مياشت کې مې ٩٠ روپې ورکړې خو په دې مياشت کې طالبانو امر کړی چې څوک پيسې ورنه کړي.))

ده وويل، طالبانو د ښوونځي مسوولینو ته ګواښ کړی که چېرې پيسې ټولې کړي نو سخت چلند به ورسره وکړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.