Language

عطاء محمد نور له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو هرکلى وکړ

مزارشريف (پژواک، ۲۰ غويی ۹۵): د بلخ سرپرست والي او د جمعيت ګوند د اجرائيه شورا مشر عطاء محمد نور له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو هرکلى وکړ، خو وايي چې د سولې په دې خبرو کې ستونزې پيدا شوې دي.

له څو اوونيو راهيسې د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې او حکومت تر منځ د سولې خبرې روانې وې، اټکل کېده چې په نږدې ورځو کې به دوى يو تړون ته ورسېـږي، خو اوس ويل کېږي چې پر ځينو موضوعاتو د دواړو لورو تر منځ اختلافات رامنځته شوي دي.

د بلخ سرپرست والي او د جمعيت ګوند اجرائيوي رييس عطاء محمد نور له حزب اسلامي سره د ملي يووالي حکومت د سولې په تړاو د خبرو ملاتړ وکړ.

هغه زياته کړه: ((ما مخکې هم د ښاغلي حکمتيار په اړه خپل نظر څرګند کړی، هر څوک چې د افغانستان د نظام او اساسي قانون ملاتړ وکړي، وسله پر ځمکه کېږدي او له ټولو ترهګريزو اړخونو سره خپلې اړيکې پرې کړي او پرته له دې چې امتياز غوښتونکي شرطونه ولري، زه يې مخالف نه يم، مخکې يې هم ما ملاتړ کړی او له دې وروسته يې هم ملاتړ کوم.))

خو نوموړي دا هم وويل چې د سولې له عالي شورا سره د حکمتيار د پلاوي وروستۍ ناسته له يو څه ستونزو سره مخ شوې ده.

د هغه په وينا، دغه ستونزې د دې په معنا نه دي چې دولت پر شا شوی وي، بلکې دولت يې هرکلی کړی، خو خپل شرايط يې وړاندې کړي دي.

عطامحمد نور وويل، اوس دې ته انتظار دی چې حزب اسلامي يې پر وړاندې څه دريځ نيسي.

نوموړي همداراز په کابل کې د شپږو طالبانو د اعدامېدو ملاتړ هم وکړ.

خو د حميدالله په نوم د اعدام شوي کس په اړه يې نيوکه وکړه: ((په اعدام شوو کسانو کې د استاد رباني د شهادت په جرم حميدالله نومی کس هم اعدام شوی چې نوموړي له قندهاره تر کابله د ځانمرګي د لېږد مسووليت پر غاړه درلود.))

نور پوښتنه وکړه، هغه جنايتکاران چې دغه ځانمرګی يې پنځلس ورځې په کابل کې ساتلی و، چېرې دي؟

د هغه په وينا، هغه کسان چې ځانمرګی بريدګر يې له مېلمستون څخه د استاد رباني خوا ته بیولی و؛ دغه کسان چېرې دي؟

د بلخ سرپرست والي وويل، دا لازمه بولي چې د حميدالله د اعدام په اړه بايد له جميعت ګوند او استاد رباني له وارثانو سره مشوره شوې وای.

login or register a new account.

Related Topics