Language

لوګر کې د وژنو په تور څلور کسان نیول شوي

پل علم (پژواک، ٢٠ غويی ٩٥): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښته کې دوه طالبان وژل شوي بلخوا په دغه ولایت کې د وژنو په تور څلور کسان نیول شوي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال ويس الدين تلاش د غويي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مرکز اړوند د پادخاب په سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ.

د هغه په وينا، جګړې يو ساعت دوام وکړ چې په ترڅ کې یې دوه طالبان ووژل شول او دوه نور ټپيان دي.

هغه وايي چې د وژل شوو طالبانو جسدونه اوس هم په سيمه کې پراته دي.

د پادخاب سيمې اوسېدونکي ګل اغا هم پژواک ته وويل چې تېره شپه شاوخوا لس بجې په دې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته پيل شوه.

هغه وايي چې په دې نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز  د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال ويس الدين تلاش دا هم وويل چې پوليس تېره ورځ دوه تنه په بره کي برک ولسوالۍ کې او دوه نور د مرکز اړوند په التمور سيمه کې د وژنو په تور نيولي دي.

هغه وايي چې په بره کي برک کې نيول شوو کسانو تېر کال يو کس وژلى و او په التمور سيمه کې نيول شوي کسان د شپږو تنو نورو پر وژلو او ټپي کولو تورن دي.

ده وويل چې دغه کسان به ډېر ژر عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.