مزارشريف (پژواک، ۲۰ غويى ۹۵): په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ قوماندان وايي، داعش د خپلو هڅو په پرتله په افغانستان کې نفوذ ونه شو کړای.
په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت (غوڅ ملاتړ) قوماندان جنرال جان مک نېکولسن دغه څرګندونې د غويي په ۲۰مه د بلخ له سرپرست والي عطامحمد نور سره تر ليدنې وروسته په يوه ګډه خبري ناسته کې وکړې.
په دې کتنه کې د شمال زون د ملي اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد او د شمال زون د پوليسو د عمومي قوماندانۍ قوماندان جنرال بابه جان هم شتون درلود.
د بلخ سرپرست والي عطامحمد د ناټو د قوماندان د سفر په اړه وويل، د نوموړي راتګ بلخ ته له افغانستان سره د دغه سازمان له خوا له ځايي حکومت او امنيت څخه د ملاتړ په معنا دی.
د هغه په وينا، په ناسته کې د ملي ځواکونو پر پياوړتيا او تجهيز باندې ډېر ټينګار وشو او دې اړخ ته ځانګړې پاملرنه وشوه چې بايد له دې وروسته افغان ځواکونه د دې تر څنګ چې کړنې يې په دفاعې بڼه وي، بايد تر څنګ يې هجومي بڼه هم ولري.
د ناټو قوماندان د پژواک خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې وويل، په افغانستان کې د داعش فعاليتونو په پيلېدلو سره سم دوی له افغان ځواکونو سره په ګډه ورته ډېر تلفات واړول.
نوموړي زياته کړه: ((داعش د طالبانو په پرتله خپلو جنګياليو ته ډېرې پيسې ورکوي، خو له افغان کلتور او فرهنګ سره د دوی پيغام او کړنې ډېر توپير لري، نو ځکه يې هڅې ناکامې دي.))
د هغه په وينا، داعش د خپلو هڅو په پرتله په افغانستان کې نفوذ ونه شو کړای.
جنرال نېکولسن وويل، داعش په ننګرهار ولايت کې راڅرګند شو؛ خو په لنډه موده کې يې شتون له څو ولسواليو څخه دوو ولسواليو ته رالنډ کړای شو.
نوموړي زياته کړه، داسې معلومات يې ترلاسه کړي چې داعش کونړ ولايت ته د لېږدېدو په حال کې دی؛ خو هلته به يې پر وړاندې سخت نظامي عمليات وکړي.
د ده په خبره، که څه هم داعش هڅه کوي، په ټول افغانستان کې حضور پيدا کړي؛ خو په دې کار نه دي بريالي شوي.
login or register a new account.