مزارشريف (پژواک ۲۰ غويى ۹۵): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د افغان کلتور د ودې په موخه د ((ناوې)) تر سرليک لاندې نندارتون وړاندې شو.
دغه نندارتون د اليا پروډکش لخوا د غويي په ۲۰مه، په مزارشريف ښار کې د پېغلو لخوا چې د ناوو په بڼه سينګار شوې وې، پرانيستل شو.
په دغه نندارتون کې د افغان کلتور په نظر کې نيولو سره په ودونو کې کارېدونکې جامې، د سينګار توکي، بېلا بېل ډوله خواږه او د موسيقۍ الې نندارې ته وړاندې شوې.
د اليا پروډکش مسوول ميرويس توخي د نندارتون د جوړېدو موخه د افغان کلتور د سمو اړخونو او رنګينو ښکاره کول وښودل.
نوموړي زياته کړه، چې دغه پروډکشن د ودونو د مراسمو جوړېدو، د فلمونو د ثبت او په نورو بېلا بېلو اړخونو کې کار کوي.
د هغه په وينا، اړينه يې وبلله چې د افغان کلتور په نظر کې نيولو سره د ښه ودونو د تر سره کېدو په موخه ياد نندارتون جوړ کړي.
په نندارتون کې ځای ځای، د موسيقۍ الې، لاسي صنايع، افغان ګنډ، خواږه خوراکي توکي او دې ورته توکي نندارې ته وړاندې شوي وو.
په ياد نندارتون کې د کورنيو توليداتو بېلا بېلو سوداګريزو شرکتونو خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړې وو.
د ثنا محبوبي سوداګريز شرکت په ياد نندارتون کې بېلابېل ډوله لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کړي وو.
د دغه شرکت مسوولې مېرمن ثنا جويا پژواک ته وويل، چې دوی چرمي لاسي صنايع، د سينګار توکي او سفالي توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.
نوموړې زياته کړه، چې ورته نندارې افغانان له خپلو لاسي صنايعو څخه خبروي، چې د دوی له کلتور سره ژور تړاو لري.
د نندارتون يوې نندارچي د مزارشريف ښار اوسېدونکې مېرمن نجلا پژواک ته وويل، چې د ناوې په نامه نندارتون څخه اغېزمنه شوه.
login or register a new account.