Language

کورنیو چارو وزیر پکتیا کې د قومي مشرانو ستونزې نه دي اورېدلې

ګردېز (پژواک، ٢٠ غويی ٩٥): د کورنيو چارو وزير په پکتيا کې له خلکو غوښتنه وکړه چې د امنيت په ټينګښت کې ورسره همکاري وکړي خو د دغه ولايت قومي مشران بيا وايي چې د کورنيو چارو وزير د هغوی د ستونزو د اورېدو لپاره وخت نه درلود.

د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد دغه څرګندونې نن (د غويي ٢٠مه) پکتيا ولايت ته د يوه رسمي سفر په ترڅ کې وکړې.

په دې غونډه کې د خوست، پکتيا، پکتيکا او لوګر ولايتونو امنيتي چارواکو، قومي مشرانو او د ولايتي شورا غړو ګډون کړی و.

په غونډه کې د پکتيا والي نصرت الله ارسلا وويل چې ولايتونو ته د وزيرانو ورتګ پر اداره ښه اغېزه کوي؛ ځکه ټولې ستونزې له نږدې ګوري.

نوموړي وويل، په پکتيا کې په امنيتي برخه کې ستونزې ډېرې دي چې بايد د کورنيو چارو وزير ورته جدې پاملرنه وکړي.

ده وويل چې د دغه ولايت د پوليسو تشکيل هم کم دی او په سرحدي سيمو کې پوليس کافي تاسيسات هم نه لري.

د ۳۰۳ سپين غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شير زاد وويل چې په سوېل ختيځو ولايتونو پکتيا، خوست، پکتيکا، لوګر، غزني، ميدان وردګ او باميانو ولايتونو کې ۱۲۵۰۰ کورني او بهرني وسله وال مخالفين فعاليت کوي.

نوموړي زياته کړه: ((هغه درنې وسلې چې مخالفين يې لري زموږ پوليس يې نه لري چې په دې برخه کې بايد وزارت جدي پاملرنه وکړي.))

خو هغه وويل سره له دې هم په تېر ژمي کې په يادو ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې پراخ عمليات شوي دي.

د کورنيو چارو وزير په دې غونډه کې د وخت د کمښت له امله ډېرې خبرې ونه کړې خو ويې ويل چې په يادو ستونزو به جدي غور وکړي.

نوموړي وويل چې خلک بايد د امنيت په ټينګښت کې له امنيتي ځواکونو سره اړينه همکاري وکړي.

هغه دا هم وويل چې د امنيتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ رامنځته کول يې له کاري لومړيتوبونو څخه دي.

login or register a new account.

Related Topics