ګردېز (پژواک، ٢١ غويی ٩٥): په پکتيا ولايت کې سلګونو کسانو د يوه لاريون په ترڅ کې له ولسمشره غوښتنه وکړه چې د ټوټاپ پروژې مسير ته دې بدلون نه ورکوي.
ټوټاپ؛ پاکستان ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان د ٥٠٠ کيلو ولټ برېښنا لېږدولو پروژه ده.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت په داسې حال کې چې له بغلان ولايته د سالنګ له لارې کابل ته د دې برېښنا د لېږد طرحې پر پلې کېدو ټينګار کوي خو ځيني نور معترضين غواړي چې دا پروژه دې د سالنګ پر ځاى د باميانو له لارې پلې شي.
د اړوندې موضوع په اړه نن په پکتيا کې سلګونو کسانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو غړو لاريون وکړ.
لاريون چې نږدې دوه ساعته دوام وکړ، ګډونوالو يې له ولسمشره غوښتنه وکړه چې د دې پروژې مسير ته دې بدلون نه ورکوي.
لاريون کوونکو په خپلو شعارونو کې ويل چې دغه پروژه د دوی حق دی او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې دغه پروژه د سياسي لوبې ښکار کړي.
يوه لاريون کوونکي او مدني فعال ښايسته جان احدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټوټاپ د پروژې کارونه، د پکتيا ولايت ته ۶۰ سلنه بشپړ شوي دي او دا به ډېره لويه بې انصافي وي چې د پروژې مسير ته تغيير ورکړل شي.
نوموړي وويل په تېرو ټاکنو د دغو ولایتونو خلکو ډېره لويه قرباني ورکړې چې دولت بايد پر برېښنا سربيره نور امتيازات هم ورته ورکړي.
ده وويل چې دا د دوی وروستی لاريون نه دی، که چېرې يې مثبت ځواب ترلاسه نه کړ خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.
د لاريون يو بل ګډونوال او قومي مشر حبيب الله مستان وويل: ((موږ له بل هېڅ ولايت سره مخالفت نه لرو خو دې ته هم څوک نه پرېږدو چې زموږ حق بل چا ته ورکړي.))
ده وويل، دولت دې باميانو او يا نورو ولايتونو ته د نورو امکاناتو برابرولو غم وکړي او موږ ته دې خپله برېښنا راکړي.
د مستان په خبره، که چېرې ولسمشر د دوی د تمې خلاف کار وکړي نو دغه کار به د دولت لپاره پر زيان وي.
login or register a new account.