Language

کاپیسا کې د دولت ۱۲ وسله وال د سولې له پروسې سره یو ځای شول

محمودراقي (پژواک، ٢١ غويى ٩٥): چارواکي وايي چې په کاپيسا ولايت کې د دولت ١٢ وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.

د دغه ولايت د سولې د ولايتي کمېټې رييس مولوي عبدالمومن مسلم د غويي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ډله له تېرو څو کلونو راهيسې د اله ساى ولسوالۍ د سکين او اشپې په سيمو کې وسله وال فعاليتونه کول.

هغه زياته کړه چې دوى د  امنيتي ځواکونو او سولې شورا د هلو ځلو په پاى کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.

د مولوي مسلم په وينا، سږ کال د تېرو کلونو په پرتله ډېری وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يو ځای کېږي او دوى په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د کاپيسا د سولې د ولايتي کمېټې رييس وويل چې ډېر ژر به نور لسګونه وسله وال مخالفين هم د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.

هغه زياتوي: ((د سولې له پروسې سره د وسله والو مخالفينو په يو ځاى کېدو سره په تګاب او اله ساى ولسواليو کې امنيت ښه شوى دى.))

د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق پژواک اژانس ته وويل چې ياد ١٢ کسان د اله ساى ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان شکرا لله خان په هڅو د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.

هغه زياته کړه چې د دې کسانو په يو ځاى کېدو سره به د يادو سيمو امنيت ښه شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، په روان کال لمريز کې د حکومت ۱۰۰ تنه وسله وال مخالفين په کاپيسا ولايت کې د سولې له پروسې سره يو ځای شوي دي.

 

login or register a new account.