مزارشريف (پژواک، ۲۲ غويی ۹۵): د افغان مېرمنو د ښوونیز مرکز مسوولين وايي چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې يې د سيمه ييزې حکومتولۍ او د خلکو تر منځ د واټن کمېدو په موخه لسګونه پروژې عملي کړې دي.
د دغه مرکز له خوا د غويي په ۲۲مه د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې ((د سيمه ييز حکومت او خلکو ترمنځ نږدېوالی)) تر سرليک لاندې غونډه جوړه شوې وه چې د دغه ولايت دولتي کارکوونکو تر څنګ په کې د مدني ټولنې ځينو فعالانو هم برخه اخيستې وه.
په بلخ ولايت کې د افغان مېرمنو د تعليمي مرکز مسوولې مېرمن حفيظې رضايي د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد مرکز په بلخ، فارياب او هرات ولايتونو کې د اروپايي ټولنې په مالي مرسته د ښځو د ظرفيت جوړونې په برخه کې کار کوي.
نوموړې زياته کړه چې دوی په يادو ولايتونو کې د ظرفيت جوړونې په بېلابېلو برخو کې ۱۰۰۰ مېرمنې روزلې دي.
همداراز په کليوالي کچه يې د ځوانو نجونو ۱۰۴ شوراګانې جوړې کړې او د مېرمنو لپاره د وړې سوداګرۍ جوړونې ۴۹ پروژې يې عملي کړې دي.
د مزارشريف ښار د سخي کمپ اوسېدونکې مېرمن تاجور يوه له هغو مېرمنو ده چې د ياد مرکز له خوا ورته د وړې سوداګرۍ کولو اسانتيا برابره شوې ده.
نوموړې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پنځو اولادونو مور ده او د خپل ژوند د اقتصادي ستونزو د حل لپاره کومه ځانګړې لار نه لرله.
د هغې په وينا، د ياد مرکز له خوا ورته پيسې ورکړل شوې او په خپله سيمه کې يې د وړوکې هټۍ په جوړولو د کورنۍ لپاره د ډوډۍ پيدا کېدو لاره موندلې ده.
همداراز د بلخ د نهرشاهي ولسوالۍ د شيخ اباد سيمې اوسېدونکې مېرمن معصومه محمدي چې په خپله سيمه کې يې د ياد مرکز په مرسته د نجونو شورا جوړه کړې، پژواک ته وويل چې د بېلابېلو پروژو له لارې يې د لسګونو نجونو لوړتيا پورته کېدو لپاره چارې ترسره کړې دي.
نوموړې زياته کړه چې دوی مېرمنو ته د سولې، د وړو ستونزو د حل او د ښځو د حقوقو په برخه کې بېلابېل ښوونيز ورکشاپونه جوړ کړي دي.
د هغې په وينا، له زيات شمېر مېرمنو سره يې د وړې سوداګرۍ د جوړېدو له لارې اقتصادي مرسته کړې ده.
د افغان مېرمنو د تعليمي مرکز مسوولې مېرمن حفيظې رضايي وويل چې دوی له تېرو څلورو کلونو د ښځو د هراړخيزې پياوړتيا په برخه کې کار کوي.
login or register a new account.