مزار شريف (پژواک،٢٣ غويى ٩٥) : د عامې روغتيا وزير وايي چې دمګړۍ شاوخوا ۶۵سلنه افغانان لومړنيو روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی لري؛ خو هغه اندېښنه وښوده، چې لا هم هر کال ۳۰۰ ميليونه امريکايي ډالره له هېواده بهر د افغانانو په درملنې لګېږي.
نوموړي دغه څرګندونې د غويي په ٢٣مه، په مزار شريف ښار کې د قابلو د روزنې د يوه مرکز په پرانيسته کې وکړې.
د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز وايي، چې په ډېری سيمو کې امنيتي ستونزې د صحي خدماتو پر وړاندې لويې ننګونې دي؛ خو زياتوي چې د افغانستان په تر ټولو نا امنو سيمو کې هم روغتيايي مرکزونه فعال دي.
هغه زياته کړه : (( د افغانستان په ټولو برخو کې زموږ روغتيايي مرکزونه فعال دي؛ حتی په هغو سيمو کې هم چې د وسله والو نفوذ په کې دی؛ خو په نا امنو سيمو کې زموږ صحي مرکزونه له لوړ کيفيت څخه نه دي برخمن او د نظارت برخه يې کمزورې ده.))
فيروز وايي، چې اوسمهال د افغانستان شاوخوا ۶۵ سلنه وګړي روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی لري؛ او پاتې نور يې هېڅ ډول صحي سانتياوو ته لاسرسی نه لري.
د عامې روغتيا وزير په وينا، د پرسونل کمښت او د متخصصينو نشتون د صحي خدماتو پر وړاندې تر ټولو جدي ستونزې دي.
وزير اندېښنه وښوده، چې لا هم هر کال ۳۰۰ مليونه امريکايي ډالر په بهرنيو هيوادونو کې د افغانانو په درملنې لګول کېږي، چې دوی يې د کنټرولو په هڅه کې دي.
هغه وايي چې په همدې موخه يې د زونونو په کچه د ملکي روغتونونو د کيفيت او کميت لوړولو لپاره مټې بډ وهلې دي.
د عامې روغتيا وزير وايي چې دغه وزارت د نورو کارونو تر څنګ له ناروغانو سره د صحي کارکوونکو د چلند د بدلون په برخه کې هم د پوهاوي پروګرامونه تر لاس لاندې نيولي دي.
login or register a new account.