Language

سمنګانو کې وسله والو مخالفينو نهه موټرې سوځولي دي

ايبک(پژواک،٢٤ثور٩٥): د سمنګانو ولايت امينتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د ډبرو سکارو نهه موټرې سوځولي دي.

د سمنګان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد باقر مسعود د غويي٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تيره ورځ ناوخته وسله والو مخالفينو نهه عرادې هغه موټرې سوځولي چې د ډبرو سکاره يې له دې ولايت څخه مزارشريف ښار ته ليږدول.

هغه وايي: (( تيره ورځ څلور بجې وسله والو مخالفينو د خوش درې په سيمه کې دغه موټرى سوځولي، خو موټر چلوونکي روغ رمټ دي.))

د هغه په وينا له پېښې وروسته امنيتي ځواکونه سيمي ته ورغلل او وسله وال مخالفين له سيمي وتښتېدل.

د سرچيني د معلوماتو له مخې سوځوول شوي موټرې د درې صوف ولسوالۍ د اوسيدونکو دي.

دره صوف د سمنګانو ولايت د نا امنو ولسواليو په ډله کې دى.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې په همدې سيمه کې د ډايکندى ولايت دپوځي څارنوال پر موټر چاودنه وشوه چې څارنوال له موټر چلوونکي سره و وژل شول او دوه ساتونکي يې ټپيان شول.

 

 

 

login or register a new account.