مزارشريف (پژواک، ٢٦ غويی ٩٥): چارواکي وايي، د بلخ په کشندې ولسوالۍ کې د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې تر ٣٠ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې په کشندې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.
هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ملي اردو، ملي پوليس، ملي امنيت او سيمه ييزو پوليسو برخه اخيستې او اوس هم ادامه لري.
د نوموړي په وينا، دغه عمليات د کشندې ولسوالۍ د خلکو د شکايتونو پر اساس د بلخ د والي په رهبرۍ پيل شوي دي.
فرهاد وايي چې په عملياتو کې تر اوسه تر ٣٠ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي، ١٤ ژوندي نيول شوي دي او يو شمېر ټپیان شوي دي.
د والي وياند وويل چې په عملياتو کې تر اوسه يواځې درې پوليس ټپیان شوي او ملکي وګړو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو دوه ورځې مخکې په دې ولسوالۍ کې د نښتو خبر تاييد کړی و او د پنځو سرترېرو د وژلو ادعا کړې وه، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد د طالبانو د وژلوپ په اړه د حکومت ادعا ردوي
کشنده د بلخ له لرو پرتو ولسواليو څخه ده چې د مزارشريف ښار سوېل لور ته موقعيت لري.
login or register a new account.