پل علم (پژواک، ٢٧ غويی ٩٥): د لوګر د څرخ ولسوال له څلورو نورو کسانو سره دې ولسوالۍ ته د مرسته شوو غوړيو د پلور په تور د ملي امنيت له لوري نيول شوی دی.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د غويي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د بېړنيو حالاتو د کمېټې له لوري د څرخ ولسوالۍ له سېلاب ځپلو کورنيو سره د ٤٢٠٠ کيلوګرامه غوړيو مرسته شوې وه.
هغه وايي چې د تېرې شنبې په ورځ د ملي امنيت ځواکونو د څرخ ولسوالۍ د ولسوال خليل الله کمال يو ساتونکى، موټر چلوونکی، يو دوکاندار او يو بل موټر چلوونکی د يادو غوړيو د پلورلو په تور نيولي دي.
ده وويل: ((د يادو کسانو په تحقيق کې دا معلومه شوه چې ولسوال هم په کې لاس لري نو د ملي امنيت ځواکونو ولسوال هم نیولی دى.))
د هغه په وينا، د ولسوال دوسيه رسمي شوې او نن څارنوالۍ ته وسپارل شوه.
د ياد ولسوال د نيول کېدو په غبرګون کې د څرخ ولسوالۍ يو شمېر دولتي مامورين او قومي مشران د لوګر ولايتي شورا ته ورغلي وو.
د يادو کسانو په استازيتوب د څرخ ولسوالۍ د احصايې مدير نسيم ستانکزي پژواک ته وويل چې د څرخ ولسوال د غوړيو په پلورلو کې لاس نه درلود.
ده وويل: ((موټر هسې په بازار کې ولاړ وو، غوړي چا نه خرڅول، سهواً ولسوال او دغه نور کسان نيول شوي دي.))
دغه راز د څرخ ولسوالۍ قومي مشر ظاهر صديقي وويل: ((ولسوال ډېر ښه سړى دى؛ ځکه په تېرو کلونو کې چې کومه مرسته شوې ده. ټولو مستحقينو ته رسېدلې ده.))
ده له اړوندو ارګانونو غوښتنه وکړه چې ولسوال بېرته خوشې کړي.
د لوګر د ولايتي شورا مرستيال محمد قسيم خوشيوال پژواک ته وويل: ((دغه خلک د ولسوال د نيول کېدو په اړه راغلي دي خو موږ چې پوښتنه وکړه دوسيه يې رسمې شوې ده.))
ده وويل چې ولايتي شورا به د ولسوال د نيول کېدو په برخه کې خپلې پلټنې وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP