Language

نور : کشندې کې مو د وسله والو د مرکز  جوړېدو مخه ونيوله

مزارشريف (پژواک، ۲۷ غويى ۹۵): د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور وايي چې د ياد ولايت په کشندې ولسوالۍ کې يې د وسله والو مخالفينو د يو ځواکمن مرکز د جوړېدو مخه ونيوله .

نوموړي، چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې د بلخ په کشندې ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو رهبري کوله، وايي چې دغه عمليات نن د غويي په ٢٧مه، د نږدې څلوېښت وسله والو مخالفينو په وژل کېدو پای ته ورسېدل.

نوموړي زياته کړې چې وسله والو مخالفينو د بلخ ولايت په کشندې ولسوالۍ کې د يو ځواکمن مرکز د جوړېدو تابيا لرله؛ خو دوی يې مخه ډب کړه.

د هغه په وينا، د دغه مرکز د جوړېدو په موخه د بلخ له غرنيو سيمو او شاوخوا ولايتونو وسله وال مخالفين راټول شوي وو.

سرپرست والي وويل چې په دغو وسله والو مخالفينو کې د بلخ ولايت له څلورګونو غرنيو ولسواليو سربېره د سرپل ولايت د شيرم سيمې او د سمنګان ولايت د دره صوف سيمې وسله وال هم شامل وو.

نوموړي زياته کړه: ((سيمې ته له راغلو ټولو وسله والو مخالفينو څخه يو هم په تېښته نه دی بريالی شوی، يا وژل شوي، يا ټپي شوي او يا هم ژوندی نيول شوي دي.))

د هغه په وينا، د يادو عملياتو په اوږدو کې شاوخوا څلوېښت وسله وال مخالفين وژل شوي او له نږدې شل نور ژوندي نيول شوي دي.

عطامحمد نور وويل چې د روانو عملياتو په اوږدو کې د امنيتي ځواکونو ۱۱ سرتېرو هم ژوند له لاسه ورکړ.

هغه په وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې بلخ ته د شمال د نورو ولايتونو فکر ونه وکړي، که چېرې دغه ولايت د ننوتو هڅه وکړي، نو له منځه به يوړل شي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.