Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل کې د ځينو واټونو بندښت خلکو ته ګڼې ستونزې پيدا کړې دي

کابل (پژواک، ٢٧ غويى ٩٥): د کابل يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د توټاپ پروژې په اړه په کابل کې د لاريونونو له امله د ښار د يو شمېر اصلي واټونو د بندښت په سبب خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

امنيتي ځواکونو تېره شپه ارګ، ملي دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت او د کابل ديپلوماتيکو سيمو ته يو شمېر غځېدلي واټونه د کانتينرونو په وسيله بند کړل او نن سهار د موټر او حتى کله کله د خلکو د ګڼه ګوڼې د زياتوالي پرمهال د خلکو مخنيوى کاوو.

د ښار د شپاړسمې ناحيې د پل پادشاه سيمې اوسېدونکي ٧٠ کلنې رقيې وويل: ((لور مې تېره شپه عمليات شوې، غوښتل مې چې روغتون ته يې پوښتنې ته ورشم، خو د پل په مخکې يې کانټينرونه اېښي وو او اجازه يې رانه کړه.))

نوموړې چې له خپل لمسي سره بېرته د خپل کور خوا ته روانه وه، وويل چې د لاريون په سبب بايد خلکو ته مزاحمت نه واى شوى.

د ميدان هوايي ساحې اوسېدونکي حشمت الله وويل: ((حکومت د خلکو له ډاره ټول واټونه بند کړي، حکومت بايد د داسې لاريونونو مسير څرګند کړى وای، څو خلک نه واى ځورېدلي، نن د همدغه لاريون په سبب دوه ساعته په لار کې بند پاتې شوو او ونه توانېدو چې خپلۍ هټۍ ته ورسېږو.))

د لومړۍ ناحيې اوسېدونکي فيض رشيد پژواک ته وويل غوښتل يې چې له خپلې مېرمنې او ماشوم سره د پامير سينما سيمې ته ولاړ شي، خو امنيتي ځواکونو يې موټر ته اجازه ورنه کړه، په همدې سبب اړ شو چې په اوږده پلې لار ځان ورسوي.

په ورته وخت کې يو شمېر کسانو چې غوښتل يې په څلورمه ناحيه کې د بره کې له لارې ده افغانان سيمې ته ځان ورسوي، د پژواک له خبريال سره يې په خبرو کې وويل چې پوليسو نن سهار څو بس موتر د بره کي لويې لارې د بندولو لپاره درولي وو او هېڅ لېږدوونکي وسيلې ته يې د تګ اجازه ونه ورکوله.

نسيمه يوه له همدې ښځو وه چې چادري په سر او له خپل ماشوم سره پلې روانه وه.

هغې پژواک وويل چې ماشوم يې لمر وهلى، تبه يې ده، غوښتل يې چې د ګاونډیانو له څلورو ښځو سره د خپلو ماشومانو د واکسين لپاره د ماشوم روغتيا روغتون ته لاړه شي.

د ښار د دويمې ناحيې د ده افغانان اوسېدونکي عاشق الله په داسې حال کې چې د پوليسو پر يوه منسوب يې د لارې بندولو لپاره اعتراض درلود، وويل چې د دې ستونزې په سبب نه دى توانېدلى چې کار او غريبي وکړي.

هغه زياته کړه: ((اته ښوونکي لرم، ټول يې زده کوونکي او محصلين دي، که يوه ورځ مې هم هټۍ بنده شي او معامله ونه لرم، نو ستر اقتصادي ګوزار ګورم.))

عاشق الله زياته کړه: ((هغه خلک چې لاريونونه کوي، په خداى که به د خلکو په کيسه کې وي، نن ورځ سلګونه کسان د ښار په شاوخوا سيمو کې له کار او غريبي پاتې او وزګار وو.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.